ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوماند وزیران: کار اهل کار ته سپارو

نوماند وزیران: کار اهل کار ته سپارو

author avatar
18 Nov 2020 - 18:30
نوماند وزیران: کار اهل کار ته سپارو
author avatar
18 Nov 2020 - 18:30

 کابل (پژواک،۲۸ لړم ۹۹): د سوداګرۍ، کار، حج او مخابراتو نوماند وزیرانو نن ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او ويې ویل، شفافیت تامینوي او وړ کسان پر دندو ګوماري.

د دې جرګې د نننۍ پرېکړې له مخې ټاکل شوې راتلونکې شنبه هغو لسو نوماند وزیرانو ته د رایو صندوقونه کېښودل شي چې په تېرو دوو ورځو (دوشنبه او سه شنبه) کې یې خپل پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړي، ټاکل شوې وه یادو نوماند وزیرانو ته سبا (پنجشنبه) د رایو صندوقونه کېښودل شوي واى، خو د عمومي رخصتۍ له امله یاد پروګرام شنبې ته وځنډېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثاراحمد غوریاني د خپل کاري پروګرام د وړاندې کولو پر مهال وویل، کرونا ویروس د سوداګرۍ بهیر له ننګونو سره مخ کړی خو هڅه کوي د هوايي او ځمکنیو دهلېزونو له لارې سوداګري پراخه کړي.

نوموړي د صادراتو وده، په یاد وزارت کې د شته بهیرونو اسانه کول، ترانزیټي اسانتیاوې رامنځته کول، د خصوصي سکټور وده او د داخلي محصولاتو لپاره د ځنځیري پلورنځایونو رامنځته کول یې راتلونکي پروګرامونه دي او ويې ویل، په یاده برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري.

نوموړي دغه راز وویل، د داخلي او بهرنیو پانګوالو د امنیت د ټينګښت په موخه یې پر یوه پراخه طرحه کار پیل کړی څو پانګوال له ډار پرته په افغانستان کې پانګونه وکړي.

غوریاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره یې هم پر یوه پروګرام کار کوي چې د باور رایو د اخیستو په صورت کې به په هېواد کې د صنعتکارانو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

د نوموړي په خبره، دی صنعتکار دی او د هېواد د ټولو صنعتکارانو په درد پوهېږي او داسې پروګرامونه یې طرحه کړي چې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل کلي ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې هڅه کوي کار وړ کسانو ته وسپارل شي او روڼتیا تامین شي.

غوریاني د هېواد د صادراتو په ځانګړې توګه وچې او تازه مېوې د صادراتو وده، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول، او صنعت وده او د کوچنیو او متوسطو صنعتکارانو د ملاتړ له لاې د خصوصي سکټور تقویه، د صنعتي پارکونو جوړول او پراخول خپل کاري لومړیتوبونه وبلل او ويې ویل، صنعتي پارکونه به په معیاري ډول ډیزان او صنعتکارانو ته به يې په واک کې ورکړي او هڅه کوي چې د صنعتي تولیداتو ډېره برخه د هېواد په داخل کې وپلوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند د غالیو د تولیداتو د ودې په برخه کې او دغه راز د افغانستان په نوم ددغو ارزښتمنو محصولاتو په اړه وویل، په دې برخه کې پر مشخصو تشویقي پروګرامونو کار کوي.

هغه زیاته کړه: ((غالۍ او ډېری تولیدي محصولات د بهرنیو هېوادونو په نوم صادرېږي. مخکې داسې پروګرام موجود نه و څو سوداګر دې ته وهڅوي چې غالۍ د افغانستان په نوم صادرې کړي.  زه په دې برخه کې تشویقي پروګرام لرم چې د نورو هېوادونو په څېر به د هر کانټینر توکو د لېږد لپاره به سوداګر ته ۲۰ زره ډالر وجه تشویقي ورکول کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.