ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ايران دولت ته مطلوب ملا عمر په پاکستان کې وژل شوى

​د ايران دولت ته مطلوب ملا عمر په پاکستان کې وژل شوى

author avatar
18 Nov 2020 - 13:28
​د ايران دولت ته مطلوب ملا عمر په پاکستان کې وژل شوى
author avatar
18 Nov 2020 - 13:28

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د ايران د دولت د مخالفې وسله والې ډلې غړى او دولت ته مطلوب ملا عمر ايراني، د پاکستاني ځواکونو له خوا په بلوچستان کې وژل شوى دى.

د بي بي سي اردو راپور له مخې، دا پېښه پرون د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د يوې نښتې پر مهال رامنځته شوې ده.

د دغه ايالت پوليسو ويلي، په يوه موټر کې چې درې کسان په کې سپاره وو، پوليسو ورته د درېدو اشاره کړې، خو هغوى د درېدو پر ځاى پر پوليسو ډزې کړې وې.

سرچينې زياته کړې چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې په ياد موټر کې درې کسان ووژل شول چې وروسته يې جسدونه روغتون ته يووړل شول.

پوليسو ويلي، له پلټنو وروسته معلومه شوه چې په وژل شوو کې د ايران د جيش العدل وسله والې ډلې مشر ملا عمر ايراني او د هغه دوه زامن حسن او حسين شامل دي.

د  بلوچستان د تربت سيمه د مرکز له کوېټې ښار څخه ٨٠٠ کيلومتره لرې له ايران سره په ګډه پوله موقعيت لري.

د يادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د دولت د وسله والې ډلې طالبانو مشر ملا منصور هم په پاکستان کې هغه مهال د امريکاي په هوايي بريد کې وژل شوى و چې تازه له ايرانه را اوښتى و.

ایرانی ملا عمر څوک و؟

د ايران د ایرنا رسنۍ د راپور له مخې، ایرانی ملا عمر د ايران د سيستان ولايت اوسېدونکى و او له کلونو راهيسې د غير قانوني ګرځول شوې وسله والې ډلې، جيش العدل غړى و.

دغه ډله له تېرو څو کلونو راهيسې په ايران کې د دولت ضد وسله وال فعاليتونه کوي او د ډېرو بريدونو مسووليت يې هم اخيستى دى.

ایرانی ملا عمر د ايران حکومت ته له مطلوبو کسانو و، خو له تېرې يوې لسيزې راهيسې له خپل هېواده تښتېدلى و او د بلوچستان په کيچ سيمه کې اوسېده.

نوموړى په داسې حال کې وژل شوى چې دوه ورځې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پاکستان ته په رسمي سفر تللى و.

د راپورونو له مخې، د ایراني ملا عمر يو ورور د ايران د حکومت له خوا په دار ځړول شوى او بل يې له ايراني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى و.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.