Language

په کندهار ښار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

کندهار ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹) : په کندهار ښار کې د موټرسایکل بم چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د لړم ۲۹ لړم  پژواک اژانس ته وویل، شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د درېیمې ناحیې څلور لارې ته څېرمه موټر سایکل بم چاودنه شوې ده.

 هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، په ټپيانو کې یو د همدې حوزې مرستیال او بل پولیس دی، خو نور ټول ملکي وګړي دي.

ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

Related Topics