کندهار ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹) : په کندهار ښار کې د موټرسایکل بم چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د لړم ۲۹ لړم پژواک اژانس ته وویل، شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د درېیمې ناحیې څلور لارې ته څېرمه موټر سایکل بم چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
دی وايي، په ټپيانو کې یو د همدې حوزې مرستیال او بل پولیس دی، خو نور ټول ملکي وګړي دي.
ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










