Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د کرونا ١٨٦تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۳۰لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په هېواد کې ١٨٦ تازه پېښې ثبت شوې دي او له دې امله ١٣کسان مړه شوي هم دي.

د ياد وزارت د معلوماتو په اساس، په تېرو ٢٤ساعتونو کې ۲۵۹۹مشکوکې پېښې د هېواد په لاربراتوارونو کې تر ازمايښت لاندې ونيول شوې چې ١٨٦ يې مثبتې وې.

سرچينه زياتوي چې له يادو ١٨٦پېښو ١٣٠ په کابل او پاتې نورې په کندهار، بلخ، ننګرهار، کندوز، نیمروز، لوګر، بدخشان او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې تراوسه په افغانستان کې د مثبت پېښو شمېر۴۴۳۶۴ ته رسېدلى چې له دې ډلې۱۶۶۳کسان مړه شوي او ۳۵۳۷۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د يادونې وړه ده چې عامې روغتيا وزارت اعلان کړى چې د کرونا دويمه څپه په افغانستان کې پيل شوې او خلک دې د عامې روغتيا وزارت لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.