ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتيا وزارت له ممانعت سره سره، الکوزي يو ځل بيا د درملو وېش پيل کړى

د روغتيا وزارت له ممانعت سره سره، الکوزي يو ځل بيا د درملو وېش پيل کړى

کندهار(پژواک، ۱ لیندۍ ۹۹): که څه هم د عامې روغتيا وزارت د حکیم الکوزي فعاليت او د هغه درمل غير قانوني اعلان کړي، خو الکوزى وايي چې په هېواد کې د کرونا د دويمې څپې لپاره درمل جوړوي او د وېش لړۍ يې پيل کړې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې ادعا وکړه چې په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو بیا تر اوسه د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۱۰ میلیونه وګړو ته یې خپل جوړ کړي درمل ورکړي او له یادې ناروغۍ رغېدلي دي.

الکوزي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم اسناد وړاندې نه کړل، له نوموړي او یا کومې ادارې سره داسې ارقام نشته چې یاده ادعا ثابته کړي.

دا مهال د کرونا ویروس ضد نږدې دوولس واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي او وروستيو پړاوونو ته رسېدلي، خو د Pfizer and BioNTech واکسین جوړوونکو کمپنیو لومړنی واکسین دی چې له پایلو سره وړاندې شوى.

د بي بي سي د راپور له مخې، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د فایزر شرکت دا واکسین کولی شي تر ۹۰سلنه ډېر خلک له کوویډ ۱۹ ناروغۍ خوندي وساتي. دا واکسین د امریکا په متحده ایالتونو، جرمني، برازیل، ارجنټاین، سوېلي افریقا او ترکیه کې ازمویل شوی دی.

د چين، روسیې، جرمني او د هند نږدې پنځه کمپنۍ د هغه ویروس پرضد د واکسین جوړولو هڅه کوي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لامل کېږي. د اغېزمن واکسین جوړول چې هغه هم په ډېره کچه تولید شي، زيات وخت وغواړي ځکه چې تر دود کېدو مخکې باید هر یو په کیمیايي او بیالوجیک ډول وازمویل شي.

الکوزى وايي، اوسمهال د کرونا د دویمې څپې لپاره چمتووالی نیسي او د درملو پر جوړولو بوخت دی، خو له پخوا د پاتې شوو درملو د وېش لړۍ روانه ده.

شاوخوا ۵۰ کلن حکیم محمد الکوزی د کندهار دامان ولسوالۍ ته څېرمه د غره د کلي اوسېدونکی دی او افغانستان ته د کرونا ناروغۍ له راتلو سره مشهور شو.

نوموړی اوس پر يوه پېژندل شوې څېره بدل شوی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې خلک له نوم او درملو سره اشنا دي.

د نوموړي درمل تور رنګه مایع ده چې دوه ورځې پرله پسې سهار او ماښام درې درې څاڅکي په نیم ګیلاس شین چای کې څښل کېږي.

الکوزى وايي، اصلي کار یې د رخت او موټرو سوداګري ده، خو په څنګ کې یې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې له طبیعي او طبي بوټو د ناروغیو لپاره درمل هم جوړوي او خلکو ته يې ګټه رسېدلې ده.

خو الکوزي یادونه وکړه چې کله یې هم پر خپلو جوړ کړو درملو پیسې نه دي اخیستي، بلکې دغه کار د خدای ج د رضا لپاره کوي.

دا چې څرنګه یې د کرونا د درملنې په موخه د درملو جوړولو ته پام شو، حکيم الکوزى وايي: "یوه غرمه ویده وم، په خوب کې مې سپین ږیری پیر راته راغی، ویل یې ولې ویده یې، نه وینې چې افغانستان ته دا مرض راغلی دی."

دی وايي، د هغه خوب له لیدو وروسته یې د کرونا پر درملو کار پیل کړ، ریسرچ او تحقیق یې وکړ، په ۲۱ ورځو کې یې له ۱۱ ډوله طبیعي او طبي بوټو درمل جوړ کړل.

ده زیاته کړه، خپل جوړ کړي درمل یې لومړی د خپلې کورنۍ پر غړو (له ماشومانو تر لویانو) و ازمایل چې هېڅ راز جانبي عوارض یې نه درلودل او هغوی ورسره جوړ شول.

د ده په خبره، له دې وروسته د کندهار د عامې روغتیا ریاست ته ورغی، هغوی ته یې نه یوازې د خپلو جوړو کړو درملو وویل، بلکې د میرویس روغتون هغو ډاکترانو ته یې هم درمل ورکړل چې په کرونا ویروس اخته شوي وو.

ده وویل، د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دی په کابل کې د عامې روغتیا وزارت ته ور ولېږه.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد طاووس اشرف نادري پژواک ته وویل، کله چې حکیم الکوزي د کرونا ضد درملو جوړولو ادعا وکړه نو دغه ریاست ته یې مراجعه کړې وه او دوى ورته د عامې روغتیا وزارت کړنلاره واضحه کړه چې هر درمل باید نه یوازې له دغه وزارت سره ثبت شي، بلکې په لابراتوار کې یې مواد او کیفیت دواړه وکتل شي، خو مخکې له دې چې په لابراتوار کې د الکوزي درمل تجزیه او وکتل شي، هغه پر خپل سر د درملو وېش پيل کړ.

نادري د الکوزي د دې ادعا په اړه چې د کندهار د میرویس روغتون ډاکترانو ته یې هم دغه درمل ورکړي او هغوی ورسره جوړ شوي، وویل: "که دا کار په انفرادي توګه شوی وي، زه څه نه شم ویلای خو په رسمي توګه موږ هېڅکله خپلو رسمي ډاکترانو ته اجازه نه ده ورکړې او نه یې له دې وروسته ورکوو چې دغه درمل وکاروي."

دی وايي، د دغو درملو تشخیص په فزیکي معاینې سره نه شي کېدای، بلکې په لابراتوار کې باید وکتل شي چې له کومو موادو جوړ شوي دي.

حکيم الکوزى وايي: "کله چې کابل ته ولاړو، نو خپل جوړ کړي درمل مې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فيروزالدين فيروز ته وښودل او د هغه ورور ته مې هم ورکړل چې په کرونا ناروغي اخته شوی و."

خو نوموړي پخوا ويلي وو چې دا درمل يې په خپله د عامې روغتيا وزير ته ورکړي او هغه خوړلي وو.

دی وايي، د ده تمه دا وه چې د عامې روغتیا وزارت به همکاري ورسره کوي خو برعکس هغوی ستونزې ورته جوړې کړې او ويې ویل چې د ده په جوړ شوو درملو کې له تریاکو، مورفینو او نورو نشه يي توکو کار اخیستل شوی دی.

د نوموړي په وینا، پر دې هر څه سربېره یې خپل فعالیت په کابل کې له السبحان کلینک څخه پیل کړ او خلکو ته یې د درملو وېش پيل کړ چې له کابل او شاوخوا ولایتونو هره ورځ زرګونو په کرونا اخته کسانو ورته مراجعه کوله او ځای پر ځای جوړېدل.

الکوزي زیاته کړه: "دولت هڅه وکړه زما د درملو د وېش مخنیوی وکړي او ما ونيسي خو دا داسې وخت و چې ټول خلک زما له درملو خبر شوي وو، د هغوی ملاتړ راسره و؛ نو ځکه یې څه ونه کړای شول."

دغه راز ده وویل چې د عامې روغتیا وزارت ورپسې ناسم تبلیغات هم وکړل چې د الکوزي د درملو په خوړولو انسان روږدى کېږي، یا یوازې ناروغ د درېیو ورځو لپاره جوړېږي او ورته نورې خبرې چې د ده په وینا، ټولې ناسمې ثابتې شوې.

دی زیاتوي: "چا چې هم زما درمل خوړلي نو له کرونا ښه شوي او هېڅ تاوان یې نه دی ورته رسولی."

په ټولنيزو شبکو کې هم ډېرو خلکو ليکلي چې د الکوزي پر درملو روغ شوي دي.

د نصرت احمدزي په نوم د کابل يوه اوسېدونکي په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي وو چې د کورنيو له نورو غړو سره يې د الکوزي څاڅکي خوړلي او ورسره ښه شوي دي.

پژواک هڅه وکړه څو الکوزی د کرونا د درملنې لپاره د خپلو جوړ کړو درملو د ترکیبي توکو په اړه معلومات ورکړي خو هغه په ځواب کې په خندا غبرګه کړه: "په ډېرو مرکو کې له ما څخه دا پوښتنه شوې ده، زه یوازې دومره وایم چې زما دغه درمل له ۱۱ طبیعي او طبي بوټو جوړ شوي چې ټول په افغانستان کې پیدا کېږي، هېڅ نشه يي توکي نه دي په کې کارول شوي او جانبي عوارض نه لري."

الکوزي هم په دې اړه هم معلومات ورکول نه غوښتل چې تر دې مهاله یې د درملو پر جوړولو او وېش څومره لګښت شوی، خو ویې ویل، د درملو پر جوړولو یې ډېر لګښت کړی چې په یوه مناسب وخت کې به په دې اړه معلومات وړاندې کړي، خو زياتوي چې خلکو ورته د مرستو وړانديزونه کړي، خو ده رد کړي دي.

الکوزي ادعا وکړه چې په خپلو درملو یې ۱۰ میلیونه وګړي له کرونا جوړ کړي چې ځینو ته یې ده په خپله مخامخ درمل ورکړي او ځینو ته د ده د رضاکارانو له خوا ورکړل شوي دي.

دی وايي، د کابل په شېرپور کې یې دفتر نیولی، هره ورځ سلګونه کسان ورځي، له ده درمل اخلي او بیا یې په ولایتونو کې په رضاکارانه توګه پر خلکو وېشي او ده ته یې ویډیوګانې رالېږي.

په کابل کې د پژواک خبريال په شېرپور کې د هغه دفتر ته ولاړ، خو هلته يې مراجعين نه وو، الکوزي وويل چې د کابل په دارالامان سيمه کې د حزب اسلامي د مشر حکمتيار په دفتر کې يې د درملو د وېش څانګه ده. 

دې څانګې ته چې کله د پژواک خبريال ورغی، نو هلته ګڼ مراجعين د الکوزي د درملو ترلاسه کولو په موخه ورغلي وو.

په دې څانګه کې د محمد نظير په نامه د پروان يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د الکوزي درمل يې څو ځلې کارولې، خو تر اوسه يې کومه ستونزه نه ده ليدلې.

ده زياته کړه: «زه دې پايلې ته رسېدلى يم چې د الکوزي درمل سل په سلو کې ګټور دي، زه اوس راغلى يم چې خپلې مور ته درمل يوسم..»

دا چې روغتون ته ولې مراجعه نه کوي، د پروان دغه اوسېدونکي وويل چې په روغتونونو کې د کرونا درملنه نه کېږي.

د کابل يوه اوسېدونکي محمد يعقوب چې د الکوزي درملو لپاره يادې څانګې ته ورغلى و، وويل چې څو ځلې يې کارولي او ګټه يې ورته کړې ده.

د محمد عارف په نوم يوه کس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عامې روغتيا وزارت د الکوزي درمل کارول منعه کړي، تاسو یې بيا کاروئ، وويل: «د عامې روغتيا وزارت د خپلو ګټو لپاره دغه خبره کړې، الکوزى خلکو ته خدمت کوي، بايد مخه يې ونه نيول شي.»

د حزب اسلامي په دفتر کې د الکوزي د درملو د وېش څانګې مسوول رحمان الله شېرزاد پژواک ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په دې څانګه کې درمل وېشي.

هغه زياته کړه، پخوا د ورځې تر څلورو زرو کسانو پورې مراجعه کوله، خو اوس چې د کرونا ناروغي کمه شوې، نو د ورځې تر ٣٠٠ پورې کسان ورځي.

شېرزاد وايي چې دى هم په هرو دوو ورځو کې يو ځل دغه درمل د ستړيا رفع کولو لپاره کاروي.

حکيم الکوزى دعوه وکړه چې تر دې مهاله یې درملو هېچا ته هېڅ راز زیان نه دی اړولی، خو که داسې شوي هم وي، نو د ده په نوم جوړ شوي درمل به یې خوړلي وي.

د ده په خبره، تر اوسه چا ده ته شکایت نه دی کړی چې درملو یې څوک مړه کړي وي.

دى وايي، له هغه وروسته چې دی او درمل یې مشهور شول، په یو شمېر ولایتونو کې ځینو مغرضو کسانو د خلکو له مجبوریته ناسمه ګټه پورته کړه، د ده په نوم یې درمل جوړول او د پیسو په بدل کې یې خلکو ته ورکول.

نوموړی له خلکو غواړي چې ده ته پر منسوب شوو درملو یوه افغانۍ هم ور نه کړي؛ ځکه دی خپل درمل وړیا وېشي.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې خلک تېر نه وځي، په یوه تازه ګام کې پر دې کار پيل کړی چې درمل یې ځانګړی بوتل او لېبل ولري، څو خلک یې په اسانۍ وپېژني چې د الکوزي درمل دي، هغوی چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی له درملتونونو به یې د پیسو په بدل کې ترلاسه کوي خو هغوی چې ناوسه دي، وړیا ورکول کېږي.

د هغه په وينا، له ځانګړو بوتلو او لېبل سره يې خلک بهرنيو هېوادونو ته وړي، خو په هوايي ډګرونو کې تر اوسه چاته هېڅ ډول ستونزه نه ده جوړ شوې.

الکوزي دعوه وکړه، له هغه وروسته چې په افغانستان کې یې کرونا صفر ته نږدې شوې ده، اوس یې درملو اروپا او امریکا ته مخه کړې ده.

ده وویل: "یوه میاشت کېږي چې زموږ درمل په افغانستان کې دومره نه وېشل کېږي لکه په بهر کې چې وېشل کېږي، هره ورځ خلک راځي د ۱۰۰۰، د ۵ سوه یا ۲ سوه کسانو لپاره درمل راڅخه وړي، مقصد تر ۲ سوه مې تر اوسه کمه چا ته نه ده ورکړې."

دی وايي، مخکې الوتنې درېدلې وې، بهر ته یې درمل نه شوای لېږلای خو اوس چې پیل شوې، هره ورځ امریکا، کاناډا، جرمني، روسیې، چین، سویډن، ناروې، هند او یو شمېر عربي هېوادونو لکه سعودي، متحده عربي امارات، بحرین او قطر ته درمل لېږي.

د ده په خبره، ان یو شمېر افغانانو یوازې د درملو ترلاسه کولو لپاره ټکټونه کوي او افغانستان ته د ده د درملو ترلاسه کولو لپاره راځي.

د پکتيکا يو اوسېدونکى هدايت الله خروتى چې اوس د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کوي، هم د الکوزي درملو ترلاسه کولو په موخه يادې څانګې ته ورغلى و.

هغه پژواک ته وويل، مخکې هم د الکوزي درملو پسې راغلى و او له کارولو سره يې ټوله کورنۍ ښه شوه، اوس بيا راغلى، څو د دويمې څپې لپاره يې له ځان سره يوسي.

الکوزي په بهر کې د مېشتو افغانانو غږيز پيغامونه د پژواک خبريال ته واورول چې له ده څخه يې د درملو غوښتنه کړې وه.

هغه وايي، درمل یې د بشر لپاره جوړ کړي، ټول یې یو شان کارولای شي، ان دی همدا درمل څارویو ته هم ورکوي او ورسره جوړېږي.

نوموړي وویل، که څه هم په لوړه کچه دولتي ادارو ستونزې ورته جوړې کړې خو په ټیټه کچه بیا دولتي ادارو د ده ملاتړ کړی او ان د کرونا پر مهال یې د ده درمل کارولي دي.

هغه د مشرانو او ولسي جرګې سلګونه غړي، والیان، ولسوالان، قوماندانان او امنیتي پرسونل یاد کړل چې د ده درمل یې کارولي او له کرونا روغ شوي دي.

الکوزى ادعا کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، امرالله صالح، محمود کرزي، لوى څارنوال، لوى درستيز، ګلبدين حکمتيار او د يو شمېر نورو سياسي مشرانو، وزيرانو، چارواکو، واليانو او ګڼ شمېر وکيلانو ته يې دا درمل ورکړي دي، خو د نورو مسوولينو نومونه يې په ډاګه نه کړل.

خو دغو کسانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دی وايي، اوسمهال یې هم د درملو وېش پيل کړی چې په کابل، کندهار، هرات او هلمند کې څانګې لري او په نورو ولایتونو کې د دوی رضاکار ملګري دا چارې مخې ته وړي.

د عامې ورغتيا وزارت نظر:

د يادونې ده، د کرونا د اوج پر مهال کله چې د الکوزي درمل ډېر مشهور شول، نو د عامې روغتيا وزارت نه يواځې د ده پر فعاليت بنديز ولګاوه، بلکې د درملو کارول يې هم منعه اعلان کړل. دغه وزارت ويلي وو چې له ازموينې وروسته په ډاګه شوه چې د الکوزي درملو کې نشه يي توکي کارول شوي دي.

دغه راز د عامې روغتيا وزارت د هغه د نيولو امر هم کړى و، خو تر اوسه پوليسو د هغه د نيولو لپاره کوم اقدام نه دى کړى.

د عامې روغتيا وزارت اوس هم ټينګار کوي چې د الکوزي په درملو کې (مورفين، ترياک او درد ضد درمل) کارول شوي دي.

د دغه وزارت مرستيالې وياندې معصومې جعفري پژواک ته وويل چې د الکوزي درمل کرونا ناروغۍ ته هېڅ ډول ګټه نه کوي، بلکې په موقت ډول دردونه کموي او ناروغان روږدي کوي.

د هغې په وينا، له څېړنو ثابته شوه چې د الکوزي درمل هېڅ ډول علمي بنسټ نه لري؛ ځکه چې تر اوسه په نړۍ کې هم د کرونا درمل نه دي جوړ شوي.

دا چې حکيم الکوزي د کرونا د دويمې څپې لپاره يو ځل بيا د درملو پر جوړولو او وېش پيل کړى، د عامې روغتيا وزارت وايي چې دوى په دې اړه خبر نه لري او له پژواکه يې د سند غوښتنه وکړه.

پژواک د عامې روغتيا له وزارت سره په کابل کې د الکوزي له خوا د درملو د وېش انځورونه هم شريک کړل، خو د عامې روغتيا وزارت وياندويانو په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

د روغتيايي چارو کارپوهان هم د الکوزي د درملو په اړه شکمن دي، په کابل کې د شيخ زايد پوهنتون رييس ډاکتر وحدت وايي، د الکوزي په درملو کې چې کوم شيان کارول شوي، هغه په طبابت کې کارول کېږي او ډېرى مهال د سختو دردونو د درملنې لپاره يې خلک کاروي.

خو هغه پژواک ته وويل، د عامې روغتيا په څېړنو کې ثابته شوې چې د الکوزي په درملو کې له نشه يي توکو استفاده شوې ده.

ډاکتر وحدت وايي، د (اوپيات) په نوم يو درمل دى چې د سختو دردونو لپاره کارول کېږي او الکوزي هم په خپلو درملو کې له هغو استفاده کړې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د الکوزي درمل د کرونا ناروغانو لپاره جانبي عوارض لري؟ وويل له اوپياتو څخه استفاده کول چې د الکوزي درملو کې شته، ډېر جانبي عوارض لري چې له هغو څخه روږدېدل او د تنفسي ستونزو پيدا کېدل دي.

ده زياته کړه: "که چېرې پنځه سلنه د کرونا ناروغان چې تنفسي ستونزې ولري او له اوپياتو څخه استفاده وکړي، د دې لامل کېږي چې د تنفسي ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکړي."

خو حکيم الکوزى وايي چې چې درمل يې هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري او په دې تړاو د عامې روغتيا وزارت څرګندونې ردوي.

دى ادعا کوي، تر اوسه پورې چې چا هم د ده درمل کارولي، نه مړ شوی او نه هم ورته کوم جانبي عوارض پيدا شوي دي.

الکوزي په پای کې ومنله چې په درملو کې يې لس سلنه نشه يي توکي کارولي، خو زياتوي چې دومره نشه يي توکي په ډېرو درملو او حتى پراستامول کې کارول کېږي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.