جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د استيناف محکمې اړوند د ښاري محکمې له لوري ۲۱ کسان په بېلابېلو قضيو کې د قتل، شوکې، غلا، امانت کې د خيانت او قماربازۍ په جرمونو کې نغدي جريمه او له دوو څخه تر ۲۴ کلونو پر بند محکوم شول.
د ننګرهار د استيناف محکمې له رياسته د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاري محکمې جزا دېوان قضايي پلاوي يو شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور له نغدي سزا نيولې بيا تر ۲۴ کلونو تنفيذي بند پر سزا محکوم کړل.
د خبرپاڼه د معلوماتو له مخې، د ښاري محکمې جزا دېوان قضايي پلاوي د څو علني غونډو په ترڅ کې د موظفو څارنوالانو، د تورنو مدافع وکيلانو، د قضيو د طرفينو او عامو خلکو په شتون کې ترسره شوې، پر مهال يې ۱۳ کسانو ته بېلابېلې سزاګانې ورکړل شوې.
سرچينې زياته کړې، د قتل په يوه قضيه کې يو کس په ۲۱ کاله او درې تنه نور د جنګ مغلوبه په قضيه کې د ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند پر سزا محکوم او په همدې قضيه کې دوه تنه نور د لازمو دلايلو نشتوالي له امله برائت شول.
همدارنګه دوه نور کسان د ريکشې د غلا په قضيه کې او د ريکشې د ماشين نمبر د تغيير په جرم د ۱۰ ـ ۱۰ کلونو او ۸ ـ ۸ مياشتو پر تنفيذي بند محکوم او په همدې قضيه کې يو کس د لازمو دلايلو نه موجوديت په وجه برائت شو.
خبرپاڼه کې يادونه شوې چې يو کس د لارشکونې په قضيه کې چې تکراري مجرم و، پر ۲۴ کاله تنفيذي بند محکوم او يو کس په کې برائت شو او د غلا په يوه بله قضيه کې يو کس په غياب کې د ۲ کلونو او ۶ مياشتو پر تنفيذي بند محکوم شو.
دغه راز د قتل په يوه بله قضيه کې يو کس د ۱۶ کاله پر تنفيذي بند او يو کس له کوره د غلا په جرم د ۳ کاله پر تنفيذي بند محکوم شول.
په خبرپاڼه کې دا هم ليکل شوي چې يو کس د قتل د شروع (اقدام به قتل) قضيه کې د ۷ کلونو پر تنفيذي بند او د يو سيټ موبايل د غصب په جرم په ۸۰۰۰ افغانۍ جریمه محکوم شو.
دغه راز يو کس د قتل په قضيه کې د ۲۰ کلونو پر تنفيذي بند محکوم شو او په امانت کې د خيانت په جرم کې يو کس ته د ۲ کلونو تعليقي بند سزا واورول شوه.
همدارنګه د قماربازۍ په جرم کې ۲ کسه هر يو په ۴۵۰۰۰ زره افغانۍ او په همدې قضيه کې ۸ تنه نور هر يو په ۲۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي سزا محکوم شول.
خبرپاڼې په پای کې يادونه کړې چې د غونډو قضايي پلاوي وويل د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.