ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 “هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د بچه بازۍ ناوړه عمل کم شوى”

 “هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د بچه بازۍ ناوړه عمل کم شوى”

author avatar
23 Nov 2020 - 15:36
 “هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د بچه بازۍ ناوړه عمل کم شوى”
author avatar
23 Nov 2020 - 15:36

مزارشريف ( پژواک، ۳ليندۍ ۹۹): د ځوانانو روغتيايي او پرمختيايي (Y.H.D.O) موسسه وايي، چې هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د بچه بازۍ ناوړه عمل کم شوی دی.

يادې موسسې همدا راز بلخ کې د ۶۰ تنو قومي مشرانو، ديني عالمانو ټولنيزو او مدني فعالانو له خوا د بچه بازۍ او ماشوم ځورونې ناوړه عمل د مخنيوي پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ.

د دغې موسسې مسوول محمد اسحاق شينواري د ليندۍ په ۳مه، پژواک ته وويل، چې لا هم په افغانستان کې زيات شمېر ماشومان ځورول کېږي او د بچه بازۍ ښکار ګرځي.

هغه زياته کړه، چې دوی وپتېيله څو د دغه ناوړه عمل د مخنيوي لپاره د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړي.

نوموړى وايي: (( موږ په لومړي ګام کې غواړو، چې د ټول افغانستان په کچه د بچه بازۍ او ماشوم ځورونې پېښې ټيټې کچې ته راولو، خلک بايد د دې ناوړه پديدې پر وړاندې ودرېږي)).

شينواری زياتوي، هڅه کوي، څو خلکو ته انګېزه ورکړي چې د بچه بازۍ او ماشوم ځورونې په مخنيوي کې خپل رول او مسووليت ادا کړي.

د هغه په وينا، د بچه بازۍ او ماشوم ځورونې مرتکبين بايد له قانون سره سم مجازات شي.

د ځوانانو روغتيايي او پرمختيايي موسسې مسوول همدا راز وويل، چې د دوی موندنې ښيي چې په ټول هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د بچه بازۍ ناوړه پېښې کمې شوې دي.

دى وايي : (( موږ د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په دې تړاو خبرې کړي؛ خو شبختانه چې اوس د بچه بازۍ د ناوړه پديدې ګراف راټيټ شوی دی)).

نوموړي زياته کړه، چې د بچه بازۍ د محوې په تړاو د افغانستان د جزا کوډ  کې د بچه بازۍ د عاملينو د مجازاتو په برخه کې د قانون ايجاد هم د دې سبب شوی، چې د بچه بازۍ پېښې کمې شي.

خو د دې تر څنګ محمد اسحاق شينواری وايي، چې لا هم په افغانستان کې د ماشومانو ځورول او بچه بازي يوه ناوړه پديده ده، چې له ماشومانو څخه قرباني اخلي.

ديني عالم مولوي عبدالرووف پژواک ته وويل، چې د شرعي قوانينو له مخې تر ټولو سخت او خشن عمل د ماشوم جنسي ځورونه او بچه بازي ده.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه بايد په دې برخه کې جدي و اوسي او په وينا يې چې د بچه بازۍ پر هېڅ يوه عامل دې هم رحم نه کوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د قوانينو د تطبيق برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

دغه ديني عالم له کورنيو او والدينو هم غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان وڅاري او هغوی دې له بېځايه او يواځې ګرځېدو څخه منع کړي.

مولوي عدالرووف له ديني عالمانو څخه هیله وکړه، چې د جوماتونو له لارې بايد خلکو ته د ماشومانو د ځورونو او بچه بازۍ ناوړه پديدې په تړاو د عامه پوهاوي تبليغ وکړي.

ټولنيز او مدني فعال صالح محمد احمدي پژواک ته وويل، چې د تعليمي او تحصيلې کچې لوړېدو سره د ماشوم ځورونې او بچه بازۍ پېښې هم کمې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې تر ټولو ډېر کورنۍ مسووليت لري څو د خپلو اولادونو څخه خبردارې و اوسي.

د احمدي په خبره، حکومت بايد پر داسې لارو چارو او روزنيزو پروګرامونو غور وکړي، چې له مخې يې په ښوونځيو کې ماشومانو ته پوهای ورکړل شي، چې د بچه بازانو په دامونو کې ونه نښلي.

دى وايي : (( ډېر ماشومان شته، چې په ورو ورو د بچه بازانو په دام کې نښلي، بيا يو وخت را رسېږي، چې له هغه دام څخه ځان ژغورل هم تر ډېره نا ممکن وي؛ نو په همدې خاطر وايم، چې اړتيا ده څو خپله ماشومان په دې تړاو پوه کړای شي)).

د ځوانانو روغتيايي او پرمختيايي موسسه وايي، چې فقر، جګړه، ناوړه دودونه او له قانون څخه نا خبري د ماشوم ځورونې او بچه بازۍ لوی لاملونه دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.