جلال اباد (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې ځايي پاڅون کوونکي ادعا کوي، هغه سيمه يې نيولې چې وسله والو طالبانو ترې د ګمرک په توګه ګټه پورته کوله او هره مياشت يې د قاچاقي مالونو له لېږد رالېږده سلګونه زره پاکستانۍ کلدارې تر لاسه کولې.
خو د ننګرهار ولايتي ادارې په دوربابا کې د طالبانو د ګمرک موجوديت رد کړ او وسله والو طالبانو هم په دې تړاو کوم نظر نه دی خپور کړی.
د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ د ګړوکو سيمې اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره له څه مودې راهيسې د وسله والو پر ضد پاڅون کړی او وايي، اوس يې د ماشين ناو په نوم يوه مهمه سيمه تر کنټرول لاندې راوستې ده.
دوی ادعا کوي چې دا سيمه د وسله والو طالبانو ګمرک و چې هره مياشت يې سلګونه زره عوايد ترې تر لاسه کول.
دغلته د ولسي پاڅونوالو مشر عزيز شينواري وويل، دوی له وسله والو طالبانو د ماشين ناو سيمه چې هغوی ترې د ګمرک ګټه اخيسته نيولې او د عايد چينه يې پرې بنده کړې ده.
دی وايي:(( طالبانو به د ماشين ناو له همدې لارو هره مياشت د قاچاقي مالونو له لېږد رالېږد څخه په لسګونه زره پاکستانۍ کلداري عايدات ترلاسه کول. اوس موږ د ګمرک په نيول کېدو سره په طالبانو دا لويه عايداتي سرچينه بنده کړه.))
دوی که څه هم د دغه ځای د نيولو دقيق وخت نه په ګوته کوي خو وايي، تازه يې دا ځای له وسله والو پاک کړی دی.
ځايي پاڅونوال له حکومته هم ګيله مند دي چې ګواکې دوی د وسله والو خلاف وسله راپورته کړه خو نه يې تر اوسه ملاتړ شوی او نه يې ستونزې حل شوې دي.
يو ولسي پاڅونوال اورنګ شينواري له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې بايد د دوی ملاتړ وکړي، په وسلو يې تجهيز کړي او دغه راز دې دوی هم لکه د نورو ولسواليو د پاڅونوالو په څېر رسمي چوکاټ ته داخل کړي.
ځايي استوګن هم وايي چې سيمې یې له اوږدې نا امنۍ وروسته په ولسي پاڅون امن شوي خو لا یې هم حکومت له پاڅون والو ملاتړ نه دی کړی.
د ملک مايکل په نوم قومي مشر وويل، امنيت ښه شوی خو ستونزې لا هم لکه د پخوا د ولس پر وړاندې پرتې دي.
ولايتي اداره بيا په دې سيمه کې د پاڅون والو رسمي تشکيل ردوي او وایي هغوى چې هلته د پاڅون والو په نوم فعاليت کوي يواځي په رضاکارانه ډول د حکومت ملاتړ دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پژواک ته وويل، پاڅونوال چې د کومې سيمې د نيولو ادعا کوي نه هلته طالبان موجود دي او نه يې هم ګمرک وجود درلود.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.