ګردېز (پژواک، ٣ ليندۍ ۹۹): د سوېل ختيځ زون ديني عالمان وايي چې په هېواد کې جګړې ته دوام ورکول يو ناروا عمل دى، ځکه د مسلمانانو له لوري د مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده.
د سوېل ختيځ زون ديني عالمانو پرون د ياد زون په مرکز ګردېز کې يوه لويه غونډه جوړه کړې وه.
په ياده غونډه کې د غزني ولايت ديني عالم مولويمحمداسماعيل روحاني د افغان ځواکونو فعاليتونه او جګړه جهاد وباله او ويې ويل چې ياد ځواکونه د هېواد د پولو، خلکو او ملي او اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي او د اسلام له نظره يې ملاتړ لازم دی.
اسماعيل وايي:((د مسلمان وژنه حرامه ده، خو طالبان يې وژنياو د دين جهاد ورته وايي. طالبه نور له خدايه وډار شه.))
د خوست ولايت د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد وويل چې وسله وال طالبان د خپل افغانيت د ادعا په اثبات کې پاتې راغلي او اوسمهال بايد ثابته کړي چې افغانان دي.
محمد وايي:(( له کفارو سره یې سوله وکړه، خو له مسلمانانو سره يې جنګ اعلان کړ. دا ډېره لويه بدبختي ده او دا د اسلام او مسلمانۍ خلاف عمل دی.))
د لوګر ولايت ديني عالم مولوي محمدعارف عرفان اوربند او سوله د افغانانو تر ټولو لويه غوښتنه او د اسلام له نظره د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره لازمي پديدې يادې کړې او ويې ويل چې د روانې جګړې ګټې پرديو ته رسيږي.
عرفان پژواک وويل:((په بېلابېلو نومونو جګړه روانه ده او مختلف دلايل ورته تراشل کيږي، خو نبي کريم “ص” فرمايي هغه بشپړ مسلمان نه دی چې نور يې د لاس او ژبې له شره په امان نه وي.))
د پکتيا د ديني عالمانو د شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې افغانان له جګړو ستړي دي او دې حالت ته رسېدلي چې نور عملا لاس په کار او د جګړه مارو پر وړاندې ودريږي.
حقبيان زياته کړه:((څوک چې امن او سوله غواړي، موږ به ور سره ودريږو او مقابل جانب ته به ځواب ورکړو.))
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.
د يادونې ده چې له تېر شاوخوا دوه نيمو مياشتو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند خبرې روانې دي، خو تر اوسه يوې لومړنۍ پايلې ته هم نه دي رسېدلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP