کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٩): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د دوولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي په سیمه کې د چسپکي ماین چاودنې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان کړي دي.
د کابل پولیسو قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته رسېدلې، راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې یاده پېښه د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه نظامي موټر کې ځای پر ځای شوی چسپکي ماین وچاودېد.
په خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ویل شوي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP