کابل (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۹): ولسمشراشرف غني چاپېریال ساتنه د حکومت مهم لومړیتوب وباله او ويې ويل چې افغانستان د نړۍ اوولسم هېواد دى چې چاپېریال یې له ګواښ سره مخ دى.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په شپږمه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام په ارګ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو سره د غونډې پر مهال د دغې ادارې د برنامو، اجرااتو او فعالیتونو راپور واورېد.
ولسمشرغني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته وویل، چاپېریال ساتنه د حکومت مهم لومړیتوب دی او باید په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د پروژو پر ځای پر برنامو کار او پانګونه وشي.
هغه زیاته کړه:«افغانستان په نړۍ کې اوولسم هېواد دى چې چاپېریال یې له ګواښ سره مخ دى او باید په دې برخه کې لازیاتې برنامې جوړې شي.»
ولسمشر غني د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅې کافي ونه بللې او په دې برخه کې يې د ډېر کار سپارښتنه وکړه.
نوموړي وويل، هغه عوامل چې د هوا ککړتیا لامل ګرځي باید مخنیوی یې وشي.
ده د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په یاده برخه کې دې د نړيوالو سرچینو موجودیت ته په پام د چاپېریال لپاره په خپلو پروګرامونو او طرحو کار وکړي.
ولسمشر غني ويلي چې د ځنګلونو پر ساتنې، د نیالګیو پر ايښودو، د اوبو پر مدیریت او د چاپېریال ساتنې پر نورو برخو تمرکز وشي او په اړه یې مهمې برنامې ترتیب کړئ.
ولسمشر غني زياتوي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره باید له ښاروالیو سره همغږې شي، ترڅو وکولای شو د چاپېریال ساتنې په برخه کې لا زیات کار وکړو او د وچکالۍ په څېر د چاپېریال ساتنې د طبیعي ګواښونو د مخنیوي لپاره یو واضح لیدلوری ولرو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP