Language

مزار شريف (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٩): د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په مزار شريف ښار کې وژل شوى دى.

د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادشاه عادل د ليندۍ په ۶مه، پژواک اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اميرګل د وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

عادل زياته کړه، چې دغه پېښه د مزارښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د عادل په خبره، قوماندان اميرګل په مزارښار کې د خپل کور مخکې د وسله والو په بريد کې وژل شوی او قاتلین یې تښتېدلي دي.

نوموړى وايي، پولیس هڅه کوي چې د دغې پېښې عاملین ونیسي.

قوماندان امیرګل د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د یو شمېر سیمه ییزو پولیسو مشري پرغاړه درلوده.

چمتال کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره نوموړی له څه مودې راهیسې په مزار ښار کې اوسېده.