کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني، برېښنا شرکت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو برېښنا تنظیم او د کموالي ستونزه یې حل شي.
له ارګ څخه د ليندۍ په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني پرون ماښام د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.
سرچينې زياته کړې، د برېښنا شرکت رييس داوود نورزي او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالي، له فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا ستونزې، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمي فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت، په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحي برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر له دوى وغوښتل چې د برېښنا د ضایعاتو کمولو، پانګونې او اصلاحاتو په برخو کې خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي.
هغه زياته کړې، د عوایدو له نظره خوښ دی، په عوایدو کې مثبت تغییر راغلی، اوس باید سیستم دیجیټلي شي او پر دیجیټلي ستراتېژۍ کار وشي.
ولسمشرغني همدارنګه ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنا لېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي او حکومت باید ډیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو برېښنا تنظیم او د کموالي ستونزه یې په سم ډول حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په کابل ښار او ځينو ولايتونو کې د برېښنا پرچاوي سخته زياته شوې چې له امله يې ښاريان له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
بلخوا دوه ورځې وړاندې په کابل ښار کې د صنعتي پارکونو اتحادیې په یوه اعتراضیه غونډه کې د برېښنا د کموالي له امله شکایت کړى او ويلي يې دي چې ٨٠ سلنه فابريکې يې بندې شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن