ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په ژمي کې د کابل ښار د برېښنا ستونزې هوارولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر په ژمي کې د کابل ښار د برېښنا ستونزې هوارولو سپارښتنه وکړه

author avatar
26 Nov 2020 - 11:10
ولسمشر په ژمي کې د کابل ښار د برېښنا ستونزې هوارولو سپارښتنه وکړه
author avatar
26 Nov 2020 - 11:10

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني، برېښنا شرکت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه  کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو برېښنا تنظیم او د کموالي ستونزه یې حل شي.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني پرون ماښام د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.

سرچينې زياته کړې، د برېښنا شرکت رييس داوود نورزي او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالي، له فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا ستونزې، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمي فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت، په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحي برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر له دوى وغوښتل چې د برېښنا د ضایعاتو کمولو، پانګونې او اصلاحاتو په برخو کې خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي.

هغه زياته کړې، د عوایدو له نظره خوښ دی، په عوایدو کې  مثبت تغییر راغلی، اوس باید سیستم دیجیټلي شي او پر دیجیټلي ستراتېژۍ کار وشي.

ولسمشرغني همدارنګه ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنا لېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي او حکومت باید ډیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه  کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو برېښنا تنظیم او د کموالي ستونزه یې په سم ډول حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په کابل ښار او ځينو ولايتونو کې د برېښنا پرچاوي سخته زياته شوې چې له امله يې ښاريان له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

بلخوا دوه ورځې وړاندې په کابل ښار کې د صنعتي پارکونو اتحادیې په یوه اعتراضیه غونډه کې  د برېښنا د کموالي له امله شکایت کړى او ويلي يې دي چې ٨٠ سلنه فابريکې يې بندې شوې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.