ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو څخه واوښت

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو څخه واوښت

author avatar
26 Nov 2020 - 10:45
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو څخه واوښت
author avatar
26 Nov 2020 - 10:45

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو کسانو څخه اوښتى چې يواځې ١٣ميليونه يې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځېنو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٤٢٣ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٤٢٦ زره کسان مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٢٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا پنځه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټولې نړۍ د کرونا ناروغانو شاوخوا ٢٠ سلنه يې يواځې په امريکا کې دي، هلته ١٣ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٢٠٠ زره او په برازيل کې ٦ ميليونه او ١٥٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٦٨ زره، په هندوستان کې ١٣٥ او په برازيل کې ١٧٠ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه د پاسه ٤٥ زره زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٧٢٨ کسان مړه او شاوخوا ٣٦ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.