Language

د ننګرهار ولایتي شورا غړی سحراب قادري د وسله وال بریده روغ وتلی

جلال اباد (پژواک ۸ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي سحراب قادري په موټر وسله وال بريد شوی نوموړی ترې روغ وتلی خو يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

سحراب قادري د لیندۍ په اتمه پژواک اژانس ته وويل، نن مازیګر مهال له جلال اباد څخه کابل ته را روان و چې پر موټر يې د تنګي په سيمه کې وسله والو بريد شوی دی.

دی وايي، خپله ورته بريد کې زيان نه دی رسېدلی خو يو سرتېری يې ټپي شوی او موټر يې هم يو څه زيانمن شوی دی.

د پېښې مسوليت تر اوسه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

د يادولو وړ ده چې سحراب قادري د ولايتي شورا د وکالت سربېره په ختيځ کې د ملي محاذ ګوند مشر هم دی.

Related Topics