شبرغان (پژواک، ۸ لېندۍ ٩٩): دوولس کلن ماشوم چې د کثافاتو راټولولو او پلورلو له لارې خپل ژوند مخې ته وړي، وایي: «کاش زموږ مشران داسې سوله وکړي چې زما په شان بل هېڅ ماشوم یتیم نه شي او د خلکو کثافات ټولولو ته اړ نه شي.»
دغه هلک چې ناصر احمد نومېږي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ خو تېر کال له هغه وروسته چې پلار یې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو، اړ شو له کورنۍ سره یې شبرغان ښار ته کډه شي.
د هغه په وینا، د پلار له مرګه مخکې یې چې د پولیسو افسر و، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د هلکانو د یوه ښوونځي په پنځم ټولګي کې زده کړې کولې او ښه ژوند یې درلود.
خو په هېواد کې جګړو، لکه د زرګونو نورو ماشومانو په څېر د احمد ناصر او د هغه د کورنۍ خوښۍ هم له منځه وړې، پلار یې چې د دوی د اته کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست و، له طالبانو سره په مخاخ جګړه کې ووژل شو.
د پژواک خبریال له دغه ماشوم سره په داسې حال کې چې په شبرغان ښار کې یې له یوې کثافت دانۍ بوتلونه راټولول خبرې کړې، هغه چې غریو نیولی و، وویل: «پلار مې د پولیسو افسر و، ډېر زړور و، تل یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله؛ خو د تېر کال د تلې په میاشت کې له طالبانو سره په جګړه کې شهید شو.»
ناصر په داسې حال کې چې د سړو له امله یې خپل لاسونه مروړل او کله به یې د خولې په حرارت ګرمول، خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې د پلار له وژل کېدو وروسته چې له هغه ډېر څه پاتې و، یوه زورواکي د دوی د جایدادونو د غصب په هدف غوښتل د ناصر له مور سره په زور نکاح وکړي؛ خو ناصر احمد او مور یې د یاد سړي له کوره تښتېدلي او څلور وروڼه او یوه خور یې اوس هم هماغه کس یرغمل کړي دي.
ناصر احمد او مور یې چې د وېرې له امله شبرغان ته تښتېدلي، اوس په دغه ښار کې د خپل تره په کور کې اوسېږي، هره ورځ د ښار مختلفو برخو ته ځي او کثافات راټولوي څو وکولای شي له دې لارې د خپل ځان او مور د ورځې او شپې ډوډۍ چمتو کړي.
هغه وویل: «هره ورځ چې کثافات راټول کړم، کاغذ او نور شیان یې د سون لپاره اخلم، د پیپسي قوطي او وچه ډوډۍ پلورم چې کله پنځوس، کله اویا افغانۍ کېږي؛ ډوډۍ او بوره کور ته وړم.»
ناصراحمد وویل چې له ککړو موادو سره د سروکار له امله څو ځلې ناروغ شوی او ان د ځان لپاره یې د درملو پېرلو پیسې هم نه درلودې.
دغه هلک د خپل ځان او د هغه په شان د نورو یتیمانو د بدبختۍ لامل چې دا مهال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي، جګړه وبلله او په ماشومانه غږ یې وویل: «که جګړه نه وای، نه یتیم کېدم او په چټلیو کې د کار پر ځای به ښوونځي ته تلم او درس به مې وایه.»
هغه په هېواد کې یو ځل بیا له جګړې خپل نفرت څرګند کړ او ویې ویل: «کاش زموږ مشران داسې سوله وکړي چې زما په شان بل هېڅ ماشوم یتیم نه شي او د کثافات ټولولو ته اړ نه شي.»
هغه وویل: «زه سوله غواړم، جګړه بس ده، که زموږ په هېواد کې سوله وشي، غواړم د پلار په شان مې د منصب خاوند شم، څو د هېواد خلکو ته خدمت وکړم.»
د ناصر مور مسعودې وویل: «د خاوند له وژل کېدو وروسته مې د ژوند ستونزې پیل شوې او زموږ ارام ژوند پر دوزخ بدل شو.»
یادې مېرمنې په داسې حال کې چې خپه ښکارېده، وویل، له خپل نور اولاده چې له یاد کس سره دي، هېڅ خبر نه لري.
مسعودې څرګنده کړه: «اوس مې ناصر زوی له کوره بېرون کثافات ټولوي او پلوري یې، زه په کور کې غالۍ اوبم او ژوند له همدې لارې پر مخ وړو.»
دغې مېرمنې د دولت له مخالفینو وغوښتل چې دغه ورانوونکي مصیبت (جګړې» ته د پای ټکی کېږدي څو هغه او د دې په شان نور وکولای شي په کور کې له خپلو ماشومانو سره ژوند وکړي.
پژواک د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.
Views: 8
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP