ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندانانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

ولسمشر د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندانانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

author avatar
29 Nov 2020 - 12:05
ولسمشر د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندانانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ
author avatar
29 Nov 2020 - 12:05

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د جګړې د لومړۍ کرښې له امنيتي مسوولينو سره په ټيلېفوني اړيکو کې هغوى ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٩مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د جګړې د لومړۍ کرښې له امنيتي مسوولینو سره د ټيلېفوني خبرو په لړ کې نن سهار د وسله وال پوځ پنځو منسوبینو سره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني د ۲۰۳ تندر قول اردو د لوا د شپږم کنډک قوماندان لشکرخان، د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د درېیم کنډک قوماندان ډګرمن عبدالرشید اخلاقي، د زابل د دویمې لوا قوماندان ډګروال سید بابا منصوري، جګړن ګلزارخان اوجګړن صفي الله سره د بېلابېلو ټيلېفوني اړيکو له لارې د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د اتلولیواو زړورتیا قدرداني وکړه.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ولسمشرغني هغوی ته په خطاب کې وویل، د دغې نوې سلسلې له لارې غواړي  د وطن، خلکو او لویو لارو په ساتنه کې ستاسو د لومړۍ کرښې د اتلو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د زړورتیا او مبارزو څخه په مننې ډاډ درکړي چې ملت، دولت او په ځانګړې توګه اعلی سرقوماندان پر تاسو ویاړي او ستاسو کلک ملاتړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د وسله وال پوځ یادو منسوبینو د ولسمشر له ملاتړ او پوښتنې څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ستاسو په امر او لارښوونه يې  دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی، په شا يې تمبولي.

دغو افسرانو ولسمشر ته ويلي :” لویې لارې مو پرانیستې دي. ډېرې ساحې مو ځنې نیولي او د پاتې ساحو د نیولو هڅې ادامه لري. ”

هغوی ولسمشرغنی ته ډاډ ورکړ چې په مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوی. دا يې کور دی او د هرې برخې دفاع ته یې چمتو دی.

ولسمشر غني د هغوی له تعهد او خدمت څخه په مننې وویل : ” ستاسو غږ چې اورم په مراتبو مې روحیه لا ښه کېږي. ټول ملت او دولت په خپلو مېړنیو ځواکونو ویاړي او په ټول قوت ستاسو ملاتړ کوي. “

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.