ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا معلولين: مياشتني امتيازات مو په وخت نه را کول کيږي

د پکتيا معلولين: مياشتني امتيازات مو په وخت نه را کول کيږي

author avatar
29 Nov 2020 - 13:35
د پکتيا معلولين: مياشتني امتيازات مو په وخت نه را کول کيږي
author avatar
29 Nov 2020 - 13:35

ګردېز (پژواک، ٩ ليندۍ ۹۹): که څه هم له شاوخوا یو کال راهيسې پکتیا کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د امتیازاتو د ورکړې پروسه بایومټریک شوې، خو د دغه ولایت د ځینو لرې پرتو ولسوالیو معلولین وايي چې امتيازات يې ډېر ځنډول کيږي.

دوی وايي چې ګردېز ته د خپلو امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره راځي، خو دلته د زيات ځنډ له امله د لارې او هوټلونو لوړ لګښت نه شي ورکولاى.

د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکی سيداجان وايي چې وروستی ځل ګردېز ته د خپل امتياز تر لاسه کولو لپاره يې له بل چا څخه پيسې پور کړې دي.

جان وويل: ((زه څلور، پنځه واره راغلم، خو چې ۵۰۰۰ افغانۍ نه وي، پروسه نه تيريږي. هېڅوک هم زموږ غږ نه اوري.))

د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن بيا وايي چې د پروسې د بایو مټريک ژمنه ورکړل شوې وه چې د مسوولينو په خبره يې ياده چاره به ور سره اسانه او رڼه شي، خو دی وايي چې د زيات وخت په تېرېدو لا هم د دوی بايو مټريک پروسه نه ده تر سره شوې.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ د بايومټريک اسنادونه او پرچې ډکې کړې، ويل يې چې بيا مو بايو مټريک ته راغواړو، خو دا کال هم په خلاصېدو دى، خو لا يې نه يو غوښتي.))

په ولسي جرګه کې د پکتیا استازی نصيب مُقبل وايي چې د دې برخې ځينې ستونزې يې له اړوند وزارت سره شريکې کړې او د اسانتياوو رامنځته کولو ژمنه ورکړل شوې ده.

مُقبل پژواک ته وويل: ((څو ځلې ما له وزير سره خبرې کړې، مشکل دا دی چې دوی غواړي سيسټم کمپيوټرايز کړي او دا پروسه يو څه طولاني ده.))

د پکتيا د شهیدانو او معلولینو چارو امر بختيار ځاځی په اداره کې د فساد ادعا په کلکه ردوي او وايي چې معلولینو ته د خپلې ادارې له خوا د حقونو رسولو سربېره د همکارو موسسو مرستې هم پر وخت ورکول کیږي.

ځاځي وويل: ((موږ له اولې ورځې تر اوسه هره ورځ د تقسيم اوقات پر اساس د سل، سل تنو کارونه خلاصوو، کار ځنډېدلی نه دی؛ يوازينی شکايت د هغو خلکو دی چې د هغوی معلول مړ شوی يا معلوليت ونه لري.))

د شهیدانو او معلولینو چارو امریت د معلوماتو له مخې، اوس مهال پکتيا کې د ۳۵۵۷ نظامي او ملکي شهيدانو کورنۍ او ۲۶۳۱ معلولين له دوى سره راجستر شوي او امتيازات ورکوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.