ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملي امنيت په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بريدګر ونيول”

“ملي امنيت په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بريدګر ونيول”

author avatar
30 Nov 2020 - 15:17
“ملي امنيت په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بريدګر ونيول”
author avatar
30 Nov 2020 - 15:17

جلال اباد (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۹): په ننګرهار کې د ملي امنيت رياست دوه ځانمرګي بريد کوونکي د ځانمرګو بريدونو له واسکټونو سره يوځای موخې ته تر رسېدو وړاندې نيولي دي.

نيول شوي کسان او واسکټونه يې د لېندۍ په ۱۰مه د ننګرهار ولایت مقام کې خبريالانو ته وښودل شول او په تړاو يې مسوولينو له خبريالانو سره معلومات هم شریک کړل.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، نیول شویو کسانو کې یې یو يې عبدالله نومیږي چې د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د وسله والو طالبانو د ابوسعيد په نوم شخص له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو کړای شوی و، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې ونيول شو.

هغه زیاته کړه، همدا راز د زهيرالله په نوم بل تن، چې اصلي د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس مهال د جلال اباد ښار نارنج باغ سيمه کې اوسېده، د داعش له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونیول شو.

امرخېل وویل:((په تاسف سره وایم چې زهیرالله له اتلس کلونو څخه کم عمر لري،د داعشیانو له لوري ځانمرګي برید ته چمتو کړای شوی و، خو دا عمر د تعلیم او زده کړې وخت دی او موږ یې بشر حقونو ته د درناوي په پار څېره هم رسنیو ته نه ښیو.))

د ننګرهار والي وایي، د ملي امنيت موظفينو همدا راز د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوي دوه واسکټونه هم ترلاسه کړي چې ډېر ګومان کیږي چې له همدې واسکټونو څخه به د ځانمرګو بریدونو لپاره ګټه اخیستل کېده .

نوموړي زیاته کړه،همدا راز د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له داعش سره د اړيکو په تور څلور کسان نیولي چې یوتن په کې د اعجازالحق په نوم هم شامل دی چې په ښار او نورو سیمو کې يې په هدفي وژنو کې لاس درلود .

هغه د ننګرهار خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه یې شپه او ورځ په ښې همغږۍ سره د امنیت تامین په موخه هڅې کوي او هیڅکله به دښمن ته د تخریبي کړنو اجازه ورنه کړي .

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.