ښرنه (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکي وايي چې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون شاوخوا ٢٦٠٠ کارکوونکو ته د ولسي جرګې د ټاکنو مياشتنۍ تنخواوې تر اوسه نه دي ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د ١٣٩٧ کال د تلې مياشتې په ٢٩مه نېټه ترسره شوې دي.
د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د پکتيکا د شکين ولسوالۍ د ټاکنو کمېسيون مسوول الهام نوري د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د هغه مهال حقوق نه دي ورکړل شوي.
هغه زياته کړه: ((په شکين کې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال پنځه مرکزونه فعاله وو، ٢١٠ کسانو په کې کار کاوه، تر اوسه يوه ته هم د هغه وخت د کار کولو پيسې نه دي ورکول شوې.))
دغه راز د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي محمد صادق پژواک ته وويل، د دوى د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون ٢٦٠٠ کارکوونکو ته د هغه وخت د کار کولو حقوق نه دي ورکول شوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې لسګونو کسانو د ټاکنو کمېسيون لپاره دنده ترسره کوله چې د يوه کس تنخوا له درې تر اته زره افغانيو پورې ټاکل شوې وه.
دى وايي: ((ما په ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، اوس خلکو سره په جنجال کې پاتې يم، خلک هره ورځ زما کور ته راځي، يوه کس رانه د معاش په بدل کې سېرلى وړى دى.))
په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه پکتيکا کې د ټاکنو کمېسيون سرپرست محمد بلال شهباز پژواک ته وويل چې د ١٣٩٧ کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ٢٦٠٠ کارکوونکو معاشونه تر اوسه نه دي اجرا شوي.
دى وايي: ((په ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د نه کار کولو او کرونا له امله دغه معاشونه تر اوسه ځنډېدلي دي.))
شبهباز زياتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لارښونې سره سم به يادو کسانو ته د دوى حقوق ورکول شي.
د يادونې ده، له دې وړاندې د يو شمېر نورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو هم ورته شکايتونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP