ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا ټاکنو کمېسیون د سلګونو پخوانیو کارکوونکو معاشونه لا هم نه دي ورکړل شوي

author avatar
1 Dec 2020 - 16:07
author avatar
1 Dec 2020 - 16:07

ښرنه (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکي وايي چې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون شاوخوا ٢٦٠٠ کارکوونکو ته د ولسي جرګې د ټاکنو مياشتنۍ تنخواوې تر اوسه نه دي ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د ١٣٩٧ کال د تلې مياشتې په ٢٩مه نېټه ترسره شوې دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د پکتيکا د شکين ولسوالۍ د ټاکنو کمېسيون مسوول الهام نوري د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د هغه مهال حقوق نه دي ورکړل شوي.

هغه زياته کړه: ((په شکين کې د ولسي جرګې د  ټاکنو پر مهال پنځه مرکزونه فعاله وو، ٢١٠ کسانو په کې کار کاوه، تر اوسه يوه ته هم د هغه وخت د کار کولو پيسې نه دي ورکول شوې.))

دغه راز د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي محمد صادق پژواک ته وويل، د دوى د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون ٢٦٠٠ کارکوونکو ته د هغه وخت د کار کولو حقوق نه دي ورکول شوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې لسګونو کسانو د ټاکنو کمېسيون لپاره دنده ترسره کوله چې د يوه کس تنخوا له درې تر اته زره افغانيو پورې ټاکل شوې وه.

دى وايي: ((ما په ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، اوس خلکو سره په جنجال کې پاتې يم، خلک هره ورځ زما کور ته راځي، يوه کس رانه د معاش په بدل کې سېرلى وړى دى.))

په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه پکتيکا کې د ټاکنو کمېسيون سرپرست محمد بلال شهباز پژواک ته وويل چې د ١٣٩٧ کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ٢٦٠٠ کارکوونکو معاشونه تر اوسه نه دي اجرا شوي.

دى وايي: ((په ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د نه کار کولو او کرونا له امله دغه معاشونه تر اوسه ځنډېدلي دي.))

شبهباز زياتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لارښونې سره سم به يادو کسانو ته د دوى حقوق ورکول شي.

د يادونې ده، له دې وړاندې د يو شمېر نورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو هم ورته شکايتونه کړي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.