ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې يو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو

په ننګرهار کې يو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو

author avatar
1 Dec 2020 - 18:13
په ننګرهار کې يو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو
author avatar
1 Dec 2020 - 18:13

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري يو پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر وژل شوى دی.

چارواکي وايي، نوموړی له خپل کور څخه موټر کې جلال اباد ښار ته پر لاره و چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې پر قومي مشر او پخواني جهادي شخصيت زلمي باندې نن شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې فارم په سيمه کې ناپېژاندو وسله والو کسانو ډزې کړې دي.

هغه وايي، زلمی له کوره ښار ته په خپل موټر کې د حرکت په حال کې و چې وسله والو پرې ډزې کړي او ځای پر ځای يې وژلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي، ساحه يې کنټرول کړې او د وسله والو د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.

د پېښې يو عيني شاهد غلام الله پژواک ته وويل، موټر د لارې پر سر روان و چې وسله والو پرې ډزې وکړې او په کې سپور کس يې ځای پر ځای وواژه.

هغه زياته کړه، د موټر چلوونکی نه پېژني خو موټر يې د بريد پرمهال د سړک خوا کې لويې ويالې ته پرېوتی دی.

د دغې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.