د اوبو د کمښت ستونزه؛ د فاریاب قومي مشران: په دغه ولایت کې به له ډېرو سیمو خلک وکوچېږي
د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.















