ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: د اوربند او سولې په اړه دې د خلکو غوښتنو ته درناوی وشي

د پکتيا خلک: د اوربند او سولې په اړه دې د خلکو غوښتنو ته درناوی وشي

author avatar
24 Nov 2020 - 15:47
د پکتيا خلک: د اوربند او سولې په اړه دې د خلکو غوښتنو ته درناوی وشي
author avatar
24 Nov 2020 - 15:47

ګردېز (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۹): د پکتيا ولايت قومي مشران، ښځې او ځوانان وايي چې د روانې تحمیلي جګړې د پای ته رسولو په برخه کې دې واقعي او جدي هلې ځلې وشي او د خلکو غوښتنو ته دې درناوی وشي.

دوی دا خبرې د قومونو، سرحدونو او قبايلو وزارت له خوا ګردېز کې د امن په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

قومي مشر حاجي نعمت الله وايي چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ لا هم د سولې په چارو کې ناوړه لاسوهنه کوي چې بايد مخنيوی يې وشي.

نوموړي زياته کړه چې د دولت د سولې پر مذاکراتي پلاوي دې بيا کتنه او د مخورو، بانفوذه او پوه کسانو څخه دې تشکيل شي.

هغه وايي: ((اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده او بايد ومنل شي، که اوربند وشي سوله حتمي ده؛ افغانان له خارجي لاسونو لرې په خپل منځ کې يوې ښې نتيجې ته سره رسېږي.))

د پکتيا پوهنتون استاده نازدانه پکتياوال وايي چې دولت بايد په ادارو کې د فساد مخه ونيسي، اصلاحات دې راولي او په کور دننه دې د سولې اړوند يوه غږ او نظر پر رامنځته کولو کار وکړي.

پکتياوال وويل: ((په جنګ کې هر څه تباه کېږي؛ خو ښځو ډېره قرباني ورکړې، وروڼه، زامن، پلرونه، ورېرونه او نور يې له لاسه ورکړي او لا هم دا بدبخته لړۍ روانه ده. جګړه دومره مرداره ده چې تعليمي او تحصيلي ادارې هم ترې په امن نه دي.))

د پکتيا د ديني عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وويل، ټولو ته ښکاره ده چې په هېواد کې روانه جګړه د اسلام له نظره مردوده ده او عاملين يې په شعوري يا غير شعوري ډول د پرديو د حرامو ګټو لپاره تاوتريخوالی کوي.

مدني فعال جاوېد اختر وويل چې افغان سياسيون او د وسله والو طالبانو رښتيني افغان مشران دې د هېواد حساس حالت، د خلکو بېوزلي او ستونزې په نظر کې ونیسي او د نورو ټولو مسايلو په څنګ ته کولو دې سولې ته کار وکړي.

اختر زياته کړه: ((نن چې کوم فرصت دی، دا طلايي چانس دی؛ په دې ملک کې ۴۲ کاله جګړه شوې، که خدای مه کړه دا چانس مو له لاسه ووځي، ۴۲ کاله نور به زوی پلار او پلار زوی له لاسه ورکوي.))

د هېواد له بېلابېلو سيمو او اقشارو د اوربند او سولې په اړه د خلکو له ګڼو غوښتنو سربېره لا هم وسله والو طالبانو د خلکو دې غوښتنې ته نه يواځې مثبت ځواب نه دی ویلای، بلکې جګړه يې نوره هم زياته کړې ده.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.