ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د یوې ولسوالۍ د تسليمېدو په تړاو ۱۸منځګړي قومي مشران نیول شوي

author avatar
16 Jun 2021 - 17:01
author avatar
16 Jun 2021 - 17:01

پارون (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د نورستان ولايت يوه باوري سرچينه وايي، امنيتي ادارو هغه ۱۸ قومي مشران نيولي چې وسله والو طالبانو ته يې د دغه ولايت د وانټ وايګل ولسوالۍ د تسليمېدو په تړاو د منځګړتوب هڅه کوله.

سرچينې وايي چې دغو کسانو د وانټ وايګل له امنيتي مسوولينو او سيمه کې له وسله والو طالبانو سره ناستې هم کړې وې.

د نورستان ولایت یوې حکومتي سرچینې د غبرګولي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه ۱۸ قومي مشران د وانټ وایګل ولسوالۍ د امنیه قوماندان او ولسوال دفتر ته د دې لپاره ورغلي وو چې ولسوالي پرته له جګړې او مرګ ژوبلې طالبانو ته وسپاري.

سرچینه وایي چې دغه قومي مشران نن نیول شوي او د نورستان مرکز پارون ته بیول شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم تاییدوي چې ځینې قومي مشران د وانټ وایګل ولسوالۍ په مسوولینو پسې ورغلي دي چې ولسوالي پرته له جنګ څخه طالبانو ته وسپاري، خو حکومتي مسوولینو دغه قومي مشران نیولي دي.

هغه په دې اړه ډېر معلومات ور نه کړل.

د یادونې ده، چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې ګواښ کړی و، چې که قومي مشرانو دغه کار وکړ، نو د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ په تېرو دوو لسیزو کې څو ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

تېره اوونۍ طالبانو د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ پرته له جګړې او د قومي مشرانو په منځګړیتوب نیولې وې او لا هم په کې طالبان حاکم دي.

Visits: 309

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.