لښکرګاه (پژواک، ١٧ مرغومى ١۴٠١): د هلمند ولايت يو شمېر قومي مشران زدهکړه د ښځو شرعي حق بولي او ټينګار کوي چې ښځو ته دې په اسلامي چوکاټ کې د زدهکړو زمينه برابره شي.
د روان کال په پيل کې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې وځنډولې او شاوخوا يوه مياشت وړاندې يې اعلان وکړ چې تر دویم امر پورې نجونې پوهنتونونو ته هم نه شي ورتللى.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند ولايت يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو نن ګډه غونډه جوړه کړې وه.
د غونډې يوه ګډونوال او قومي مشر حاجي نورعلي وويل، حکومت دې له شريعت سره سم نجونو ته د زدهکړو زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن