ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ یو شمېر قومي مشران : سرپرست حکومت دې په ملي پرېکړو کې موږ شریک کړي

د کونړ یو شمېر قومي مشران : سرپرست حکومت دې په ملي پرېکړو کې موږ شریک کړي

author avatar
31 Oct 2023 - 22:36
د کونړ یو شمېر قومي مشران : سرپرست حکومت دې په ملي پرېکړو کې موږ شریک کړي
author avatar
31 Oct 2023 - 22:36

[restrict paid=”true”]

اسعداباد (پژواک۹ لړم ۱۴۰۲) : د کونړ ولایت یو شمېر قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په ملي پرېکړو ونډه ورکړي.

دا غونډه د لړم په نهمه نېټه، د افغانستان خلکو غږ سازمان لخوا د ولایت په مرکز اسعدباد کې د قومونو او قبایلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې  د مېرمنو په ګډون د لسګونو قومي مشرانو پکې ګډون کړي وو.

د کونړ قومي مشر او د یادې غونډې یوتن ګډونوال حاجي یار ملا خان وویل حکومت ته پکار دي چې د عامو خلکو مشورې او غوښتنې واري او په حکومتي کچه په پرېکړو او تصامیمو کې ونډه ورکړي.

هغه زیاته کړه: (( د قومي مشرانو او دیني عالمانو نظرونه او څرګندونې باید په ملي سطحه د پالیسو او پروګرامونو په جوړیدو کې واوریدل شي او دوی باید په ټولو پریکړو کې شامل شي.))

د نوموړي په وینا، د حکومتونو لپاره د ولسونو رضایت او مشروعیت خپلول اړین دي او په وینا یې چې د اوسني حکومت چارواکي باید د خلکو زړونه خپل کړي.

د مولوي عبدالعزیز په نامه یو دیني عالم وویل چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو رول د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم دی، پکار ده چې حکومت قومي مخور د حکومتدارۍ په چارو کې دخیل کړي.

دی وایي : ((موږ خوښ یو چې د اوږدې مودې وروسته په لومړي ځل په کونړ کې د ولسونو او حکومتي مسولینو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه غونډه جوړیږي او ولسونه خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه په مخامخ ډول د حکومتي چارواکو ترغوږونه رسوي.))

هغه زیاتوي، که حکومت ولسي ناستې او د قومونو له استازو سره د مشورو او خبرو اترو فرصتونه ډیر کړي نو هیله شته چې د خلکو او حکومت ترمنځ شته واټن له منځه ولاړ شي.

د قومي مشرانو ونډه د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټنګښت کې تر سلیک لاندې د یادې جوړې شوې ولسي غونډې یوتن تنظیمونکي او د افغانستان د خلکو غږ ادارې استازي مولوي محمد عارف ملکیار وویل،  له دغې ناستې یې موخه داده څو ولسي خلک په مخامخ ډول خپلې ستونزې او غوښتنې له حکومتي مسولینو سره شریکې کړي.

هغه وویل ، دوی به د ولس غوښتنې او ستونزې په لیکلې بڼه په ولایتي او ملي کچه د حکومت له مشرتابه سره شریکي کړي.

د غونډې په پای کې د قومي مشرانو له لورې په یوه ۷ ماده ییز پریکړه لیک د حکومت له مشرانو غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح شول.

[/restrict]

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.