ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې تراوسه ٤٤ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

په نړۍ کې تراوسه ٤٤ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

author avatar
1 Dec 2020 - 15:22
په نړۍ کې تراوسه ٤٤ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي
author avatar
1 Dec 2020 - 15:22

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٦٣ ميليونو کسانو اوښتى او ٤٤ ميليونه نور بيا بېرته ښه شوي دي.

د کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٣ ميليونه کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٤٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٤٧٤ زره کسان مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٣٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټولې نړۍ د کرونا شاوخوا ٢٠ سلنه ناروغان يواځې په امريکا کې دي، هلته نږدې ١٤ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٤٢٠ زره، په برازيل کې ٦ ميليونه او ٣٣٦ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٧٤زره، په هندوستان کې ١٣٧او په برازيل کې ١٧٣ زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه د پاسه ٤٦ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٧٧٧ کسان مړه او شاوخوا ٣٧ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.