ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کندوز کې د بېوزلۍ له امله خلک خپل ماشومان پر سړکونو پرېږدي “

“کندوز کې د بېوزلۍ له امله خلک خپل ماشومان پر سړکونو پرېږدي “

author avatar
1 Dec 2020 - 13:55
“کندوز کې د بېوزلۍ له امله خلک خپل ماشومان پر سړکونو پرېږدي “
author avatar
1 Dec 2020 - 13:55

کندوز ښار (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): په کندوز کې د ماشومانو د يوه روزنتون مسوولين وايي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه روزنتون دروازې مخې ته شپږ داسې ماشومان چې کورنۍ یې نه دي معلومې، پرېښودل شوي دي.

په کندوز کې د ماشومانو د يوه خصوصي روزنتون مسوول ذبيح الله مجيدي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه روزنتون کې دا مهال ١٥٠ بې سرپرسته ماشومان تر پالنې او روزنې لاندې دي.

ده وويل: ((موږ هغه ماشومان دلته ساتو چې سرپرست ونه لري، هغه ماشومان چې کور ولري، د شپې له مخې کور ته ځي، سهار بېرته راځي او کوم چې کور ونه لري، هغوی ته د شپې ځاى هم ورکوو.))

نوموړى وايي چې یادو ماشومانو ته یې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو زمينه هم برابره کړې ده.

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((له موږ سره همکارې موسسې په دې برخه کې ډېره همکاري کوي، څو دغو ماشومانو ته د ژوند اسانتياوې برابر کړو.))

هغه په خواشينې سره وويل چې په دغه ولايت کې د بېوزلۍ له امله يو شمېر کسان خپل ماشومان پر سړکونو ېرېږدي.

نوموړي زياته کړه: ((د سږ کال په جريان کې يې شپږ ماشومان زموږ د روزنتون د دروازې مخې ته پرېيښې دي، ځينو نورو چې په سړکونو پرېيښي وو، د حکومت او يو شمېر کسانو په همکارۍ مو کورونه ورته بېرته پيدا کړل او د هغو کورونیو ته مو سپارلي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې يو دولتي روزنتون هم شته خو د اړينو امکاناتو د نه لرلو له امله خلک هلته خپل ماشومان نه بيايي او دوى ته ډېره مراجعه کوي.

په کندوز کې د ماشومانو د دولتي روزنتون مسوولينو پژواک ته وويل چې په دې برخه کې د خبرو کولو اجازه نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد ظاهر عظيمي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ناامنۍ او بېوزلۍ له امله يو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره اړين امکانات نه لري او په لارو او کوڅو کې پرېږدي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او له ډېرو يې د زده کړو بهير هم پاتې شوى دى.

عظيمي زياته کړه: ((موږ د يوې موسسې په همکارۍ د هغو ماشومانو سروې پيل کړې چې شاقه کارونه کوي، تر اوسه مو ٤٠٠ ماشومان په نښه کړي او له دې هره يوه سره د همکارۍ موسسې له لوري د مياشتې د درې زره افغانيو مرسته کېږي.))

بل لور ته په کندوز کې ځيني داسې سرايونه دي چې ماشومان زړې اوسپنې، پلاستيکې بوتلونه او ځيني نور شيان د پلورلو لپاره ور وړي.

د يوه سراى مسوول خالقداد پژواک ته وويل چې هره ورځ د ٢٠ په شاوخوا ماشومان ده ته زړې اوسپنې او پلاستيکي بوتلونه د خرڅلاو په موخه ور وړي.

ده زياته کړه: ((ماته زاړه شيان راوړي، د هر شي نرخ معلوم دى، نو زما په حساب هر ماشوم د ورځې ٦٠-٧٠ افغانيو پورې پيدا کوي.))

د همدې ماشومانو له ډلې څخه ١٢ کلن رحمت الله پژواک ته وويل چې هره ورځ له پل الچين سيمې څخه کندوز ښار ته ورځي او زړې اوسپنې او بوتلونه ټولوي.

هغه وايي: ((غريبان يو، کور کې بل څوک نه لرو، زه هم مکتب ته نه ځم همدا شيان ټولوم، بيا يې په ٥٠ يا ٦٠ افغانيو خرڅوم.))

د يادونې ده، د کندوز ولايت ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم ګڼ شمېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او څه موده وړاندې حکومت هم ويلي و چې د افغانستان نږدې ٩٠ سلنه اوسېدونکي له بېوزلۍ سره مخ دي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.