جلال اباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې سلګونه اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو له لوري د دوی پر وړاندې د موټرو د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.
دوی د لېندۍ په ۱۱مه د دغې ولسوالۍ مخې ته ورټول شوي وو او د لاريون پر مهال يې خپل حق او د لارې د خلاصون غوښتنې کولې.
ځايي خلک وايي، له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونه تورې بوړې سيمې ته موټر نه ورپرېږدي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او حتی يو شمېر ناروغانو د موټرو د نشتوالي له امله روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
لاريون کوونکو د ولسوالۍ د مخې لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړله او ګواښ يې وکړ، تر هغه به لاره نه پرانيزي چې دوی ته د موټرو د تګ راتګ اجازه نه وي ورکړل شوې.
د لاريون يوه مشر ملک شېرزي وويل، له تېرو پنځلس مياشتو راهيسې د تورې بوړې د سليمانخېلو د سيمې سلګونه کورنۍ د موټرو د نه ور پرېښودو له ستونزې سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((پنځه ورځې وړاندې يوه ښځه په ماشوم ناروغه وه، په کټ کې مو رابار کړه، کله چې د موټرو ځای ته را رسېدو ښځه له ډېر درده مړه شوه، بيا مو بېرته وړل هم په وس نه و پوره، همالته مو خښه کړه، دوه درې نور ناروغان هم همداسې شوي دي.))
د لاريون بل ګډونوال ملک فاتح شاه وويل، حکومت اعلان کړی چې توره بوړه له وسله والو پاکه شوې خو بيا هم دوی ته د موټرو اجازه نه ورکوي چې ګواکې دوی وسله والو ته خوراکي توکي لېږدوي او یا هم هلته امنيت موجود نه دی.
دی وايي، که امنيت نه وي نو بيا يې ولې د تورې بوړې د نيولو اعلان وکړ او که امنيت وي نو ولې دوی ته د موټرو د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
لاريون کوونکي وايي، د پوليسو له پوستو څخه د دوی تر کورونو له څلورو تر شپږ ساعته پلی مزل دی او دوی چې کله يوه پنځوس کيلوي بورۍ اوړه اخلي نو تر هغه ځايه ورته تر درې زره افغانۍ تمامېږي په داسې حال کې چې د ولسوالۍ بازار کې په ۱۷۰۰ افغانۍ دي.
د دوی په وينا، د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره کتابونه او خوراکي توکي، د کلينيک لپاره درمل او ځينې نور مهم دولتي شيان دوی ته ورغلي، خو د موټرو د نه اجازې په وجه همالته د پوليسو د لومړۍ پوستې تر څنګ ولاړ دي.
خو د پچيراګام ولسوالۍ ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، چې د سليمان خېلو تنګی لا هم نا امن دی او له ماينونو پاکوالي ته اړتيا لري.
دی وايي، له ولايتي ادارې سره د ځايي خلکو ستونزه شريکه شوې، هلته د چاڼيزو عملياتو د ترسره کولو پلان باندې کار روان دی او کله چې هلته عمليات ترسره او سيمې خوندي شوې، نو دوی ته به د موټرو د تګ اجازه ورکړي.
خو لاريون کوونکي د ولسوالۍ مخې ته سر له سبا څخه د خېمو وهلو پلان هم درلود او ګواښ يې کاوه چې که لاره خلاصه نه شي دوی به خپل اعتراض جاري ساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP