کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٩) : د ناټو سرمنشي وايي چې ددغه سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وایي د امریکایي ځواکونو له کمېدو سره جوخت به په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت دوام وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پاى کې په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشو او ټولو غړو يو ځل بيا د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ناټو سرمنشي وايي : “په داسې حال کې چې امریکا مصممه ده چې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ راټیټ کړي، د ناټو روزنیز ماموریت به دوام ولري او اوس (په افغانستان کې) زموږ د ځواکونو له نیمایي زیاته برخه غیر امریکایان دي.”
د سټولټنبرګ په وينا، د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې ټول متحدین په افغانستان کې د ماموریت دوام او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي.
د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان د وضعیت څېړلو ته به دوام ورکړي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به مهم تصمیمونه ونیول شي.
خو بیا هم نوموړي زیاته کړه چې تصمیمونه باید په همغږۍ او منظمه توګه ونیول شي.
سټولټنبرګ وايي : “که تصمیم ونیسو چې پاتې شو د هغه لپاره بیه شته، خو که تصمیم ونیسو چې ووځو، د هغه لپاره به هم بیه شتون ولري. د شتون بیه، البته په افغانستان کې د پوځي ماموریت دوام او د هغه مالي او ځاني پانګونه ده. د وتلو بیه هم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د له منځه تللو خطر دی.”
هغه وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت رامنځ ته شوی او باید استفاده ترې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP