ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د کرنې وزارت مخکنی مرستیال ضیایي له لس زرو ډالرو سره نیول شوی

سرچینه: د کرنې وزارت مخکنی مرستیال ضیایي له لس زرو ډالرو سره نیول شوی

author avatar
2 Dec 2020 - 16:13
سرچینه: د کرنې وزارت مخکنی مرستیال ضیایي له لس زرو ډالرو سره نیول شوی
author avatar
2 Dec 2020 - 16:13

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۹): د لویي څارنوالۍ یوه سرچینه وایي، د کرنۍ وزارت مخکنی مرستیال فهیم الله ضیایي، د دغه وزارت د وزیر انوارالحق احدي په کور کې له لس زرو امریکایي ډالرو سره نیول شوی دی.

دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کــرنې، اوبو لګولو او مالـدارۍ وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو د مخکني مرستیال فهیم الله ضیایي په نیولو کې د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې ریاست استازي شتون درلود.

ده په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې ضیایي د ملي امنیت له خوا نیول شوی دی.

احدي وړمه ورځ د کرنې وزارت د وزیر په توګه له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه.

یوې بلې باوري سرچینې وویل، ضیایي چې اوس د کرنې وزارت سلاکار هم دی، وړمه ورځ احدي ته د مبارکۍ ویلو لپاره د هغه کور ته ورغلی و او په همدې وخت کې د کابل امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت له نورو امنيتي ځواکونو سره د احدي کور ته ورغلی او له احدي تر اجازې اخیستو وروسته یې له ضيايي سره لیدلي او بیا یې هغه (ضیایي) له ځان سره بیولی دی.

هغه زیاته کړه چې ضیایي تر ۲۴ ساعتونو پورې لادرکه و او پرون ماسپښین معلومه شوه چې د لویې څارنوالۍ په «ځانګړې نظارت خونه» کې بندي دی.

سرچینه زیاتوي: “ولسمشر محمد اشرف غني د کابل امنیې قوماندان ته ځانګړی، مستقیم او جدي امر کړی و چی هغه (ضیایي) ونیسي.”

خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي چې لویه څارنوالي نظارت خونه نه لري او ده په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د ضیايي د نیولو موضوع مو د کابل له امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت سره هم شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې ضیایي مخکې د دغه وزارت معین و او اوس د دغه وزارت د سلاکار په توګه د هغه د ګومارنې چارې روانې دي، خو وروستۍ شوې نه دي.

رستمي وایي، دی هم د ضیایي د نیولو په اړه معلومات نه لري.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.