کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ۹۹): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د هېواد له پنځو زره تاريخي ابداتو څخه يې درې سوه بيا رغول شوې او پاتې نور يې له خطر سره مخ دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير محمد طاهر زهیر دغه څرګندونې نن د لیندۍ په ١٣ مه د کوچينانو د سمون له رياست سره د کوچيانو فرهنګ ساتلو او بيا راژوندي کولو د تړون د لاسليک په مناسبت جوړه شوې غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، د افغانستان پنځه زره تاريخي ابدات په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت شوي چې له ۲۰۱۴ زېږديز کال راهيسې يې درې سوه بيا رغول شوي چې په هغو کې د کابل د دارلامان او د ننګرهار شاهي ماڼۍ هم شاملې دي.
زهير وویل، وزارت يې مکلف دی چې د هېواد له ټولو پټو او ښکاره فرهنګي ميراثونو څخه ساتنه وکړي.
د نوموړي په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کوچيانو د سمون رياست تر منځ د شوي تړون له مخې به د هېواد د کوچيانو فرهنګي کارونو ته رسېدنه وکړي او ستونزې به يې حل کړي.
هغه وايي، همداراز د لاسليک شوي تړون له مخې به د کوچيانو ښه فرهنګ ته وده ورکړل شي او بد فرهنګ به دود کېدو ته نه پريږدي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير وويل چې يو شمېر تاريخي ابدې د ړنګېدو په حال کې دي.
د کوچيانو د سمون رياست مشر حبیب الرحمن وويل چې کوچيان د هېواد يو قوم نه، بلکې قشر دی چې په ټولنه کې يې د فرهنګ ونډه نه هېرېدونکې ده.
نوموړي زياته کړه، کوچيان مکلف شوي چې له خپل فرهنګ څخه د يوې دندې په توګه ساتنه وکړي.
هغه وويل، تر اوسه د کوچيانو په اړه کوم ليکلي څه نه وو، خو د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون په مرسته وتوانېدل چې د کوچيانو په اړه يو کتاب چاپ کړي.
ده زياته کړه، په نږدې ورځو کې به له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د مجلې د چاپ جواز واخلي چې په کې به د کوچيانو ټول هغه حقوق چې دولت ورکړي، چاپ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP