ترينکوټ (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د اروزګان ولایت امنیتي ځواکونه خبر ورکوي، چي نن سهار یې ددغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ تر دوو ورځنیو عملیاتو وروسته نیولې ده.
په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال سید محمد سادات د ليندۍ په ١٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو ملي ځواکونو نن د دهراوود ولسوالۍ مقام، امنیه قومانداني او بازار په بشپړه توګه له طالبانو نيولي دي.
سادات وایي، د طالبانو بیرغونه لرې او پر ځای یې دولتي بیرغونه درول شوي او په سيمه کې د ماينونو د شنډولو چارې روانې دي.
د نوموړي په وينا، د تېرو دوو ورځو پوځي عملیاتو کې لسګونه طالبان وژل شوي او ټپیان دي چې د یوشمېر جسدونه یې سیمه کې پاتې دي، خو دولتي ځواکونه تلفات نه لري.
د اروزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل هم د دهراوود د بیا نیول کېدو خبر ورکړ.
خو طالبانو تردې مهاله څه نه دي ویلي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو دغه ولسوالي نيولې وه، چې پر مهال يې د يوه دارالمعلين چور کولو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP