ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: امنیتي ځواکونو دهراوود ولسوالۍ ونیوله

حکومت: امنیتي ځواکونو دهراوود ولسوالۍ ونیوله

author avatar
3 Dec 2020 - 14:37
حکومت: امنیتي ځواکونو دهراوود ولسوالۍ ونیوله
author avatar
3 Dec 2020 - 14:37

ترينکوټ (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د اروزګان ولایت امنیتي ځواکونه خبر ورکوي، چي نن سهار یې ددغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ  تر دوو ورځنیو عملیاتو وروسته نیولې ده.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال سید محمد سادات د ليندۍ په ١٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو ملي ځواکونو نن د دهراوود ولسوالۍ مقام، امنیه قومانداني او بازار په بشپړه توګه له طالبانو نيولي دي.

سادات وایي، د طالبانو بیرغونه لرې او پر ځای یې دولتي بیرغونه درول شوي او په سيمه کې د ماينونو د شنډولو چارې روانې دي.

د نوموړي په وينا، د تېرو دوو ورځو پوځي عملیاتو کې لسګونه طالبان وژل شوي او ټپیان دي چې د یوشمېر جسدونه یې سیمه کې پاتې دي، خو دولتي ځواکونه تلفات نه لري.

د اروزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل هم د دهراوود د بیا نیول کېدو خبر ورکړ.

خو طالبانو تردې مهاله څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو دغه ولسوالي نيولې وه، چې پر مهال يې د يوه دارالمعلين چور کولو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي وو.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.