جلال اباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار لپاره د داعش ډلې له خوا نومول شوی والي او د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړوونکی وژلی شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د لېندۍ په ۱۴مه پژواک ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دوو جلا عملیاتو پر مهال د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د دغه ولایت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي او د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړوونکی هدایت الله وژل شوی.
هغه زیاته کړه، دغه راز له نوموړي یو میل تومانچه او څلور ماینونه هم ترلاسه چې په سیمه کې له منځه یووړل شول .
د هغه د معلوماتو له مخې چې وژل شوي کس د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړولو ترڅنګ نورو ته هم په یاده برخه کې روزنه ورکوله او دغه راز یې جلال اباد ښار ته د ترهګریزو پېښو په موخه په لاس جوړ شوي ماینونو را لېږدولو چاره هم درلوده .
هغه وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو همدا راز د جلال اباد ښار په بېز اکمالاتي سیمه کې هم تېره شپه عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د داعش ډلې مهم مشر قاري عبدالرحمن چې په قاري تمیم مشهور دی، د هغه له یو بل همکار سره یو ځای نیولی دی.
خوږیاڼی وایي چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.