ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد لومړنۍ جنراله او د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره، ډاکتر سهیلا صدیق مړه شوه

د هېواد لومړنۍ جنراله او د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره، ډاکتر سهیلا صدیق مړه شوه

author avatar
4 Dec 2020 - 12:17
د هېواد لومړنۍ جنراله او د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره، ډاکتر سهیلا صدیق مړه شوه
author avatar
4 Dec 2020 - 12:17

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره او د هېواد لومړنۍ جنراله ډکتر سهیلا صدیق د ۷۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډاکتره سهیلا صدیق نن (د لېندۍ ۱۴مه) د سردار محمد داوود خان په روغتون کې وفات شوه.

سرچینې مېرمن صدیق یوه پیاوړې مدیره بللې او لیکلي یې دي چې دغې ډاکترې نږدې ۴۰ کاله د روغتیا په برخه کې هېواد ته کار وکړ.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو معین په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره سهیلا صدیق د طب برخې او د افغانستان د وسله والو ځواکونو یوه روښانه څېره وه.

سهیلا صدیق چې د خپل عمر وروستي کلونو ډېره برخه یې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ډاکترې په توګه کار وکړ او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۴ پورې د عامې روغتیا وزیره وه.

هغه له نږدې شپږو کلونو را په دېخوا د ورپېښې ناروغۍ له امله د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې بستري وه او نن سهار یې سا ورکړه.

ډاکتر سهیلا صدیق واده نه و کړی، په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د زاړه ښار د باغ نواب (پخواني کابل) ساحه کې وزېږېده او په ۱۳۴۵ کال کې د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب د دویم کال محصله وه، وروسته د یوه بورس له لارې شوروي ته ولاړه او هلته د مسکو لومړي طب کې شامله شوه او په ۱۳۵۳ کال کې د یوې مخکښې ښځې په توګه د عالي پایلې او نومرو په اخیستو سره یې  د جراجۍ په برخه کې ماسټري واخیسته او بېرته هېواد ته راستنه شوه.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.