ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې هوايي برید ١٨ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
5 Dec 2020 - 13:28
author avatar
5 Dec 2020 - 13:28

لښکرګاه (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په هلمند کې د هوايي بريد له امله ١٨ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو طالبان بيا وايي چې په دغه بريد کې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه د نادعلي ولسوالۍ د لوى باغ په سيمه کې طالبانو غونډه درلوده چې افغان هوايي ځواکونو پرې بريد وکړ.

دى وايي چې په دغه بريد کې د يو شمېر قوماندانانو ترڅنګ اتلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د نادعلي ولسوالۍ يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې دغه بريد د لوى باغ سيمې د مامور سلطان د کور په شاوخوا سيمه کې شوى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې د القاعده شبکې د غړو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو موټربم يې هم له منځه تللى دى.

دغه راز يوې بلې سرچينې وويل چې د طالب اکا په نوم يوه کس د وسله والو طالبانو لپاره د مامور سلطان په کور کې ډوډۍ چمتو کړې وه چې درې ځلې هوايي بريدونه پرې شوي دي.

دغه سرچينه زياتوي چې په يادو بريدونو کې تر ٤٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدارنګه په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې د افغان ځواکونو په ملاتړ امريکايي ځواکونو د هلمند په نادعلي کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي، په يادو بريدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه دوى ته هم راپورونه رسېدلي چې په اړه يې پلټنې کوي.

بل لور ته طالبان هم دغه بريد کې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوحې تړون خلاف امريکايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې د طالبانو يوه مرکز ته نږدې پر ملکي خلکو اووه ځلې هوايي بريدونه کړي دي.

دى وايي چې د دغو بريدونو له امله د طالبانو په ګډون ١٨ ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

احمدي ګواښ کوي چې دغه ډول کړنې خامخا عکس العمل لرلاى شي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال د يو شمېر نورو سيمو ترڅنګ د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.