ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په ننګرهار کې د ۲۴ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په ننګرهار کې د ۲۴ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
5 Dec 2020 - 14:15
چارواکي په ننګرهار کې د ۲۴ طالبان وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
5 Dec 2020 - 14:15

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، ګډو افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په زاوې، اسمان کلي، ملا نور کلي او يو شمېر نورو ځايونو کې ځانګړي چاڼيز او جګړه ييز عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۲۴ وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو زياتوي چې د وسله والو يوه دهشکه، يو موټر او اووه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پوليسو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۴ کسان نيولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک ته وويل چې پوليسو د جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو مختلفو سيمو کې چاڼيز عمليات او چک پاينټونه جوړ کړي وو چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې ۱۴ جنايي مجرمين نيولي دي.

هغه وويل، دغه کسان د غلا، نشه يي توکو د قاچاق او نورو غير قانوني کړنو په تور نيول شوي چې اوس په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.