Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرچينه: د سولې مرکچي پلاوي اراده لري ترڅو د اجنډا په اړه بحثونه ژر پاى ته ورسيږي

کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٩): په قطر کې يوه باوري سرچينه وايي چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو غړي به د اجنډا په اړه په نننۍ ناسته کې خپلې لومړنۍ موضوع ګانې شريکې کړي او وروسته به يوه ګډه اجنډا ترې رامنځته کړي.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل په خبر کې يې نوم واخيستل شي، د لېندۍ په ١٦مه پژواک ته وويل، یاده ناسته نن د قطر پر وخت درې نيمې بجې پيلېږي او له دواړو لورو به په کې اووه اووه کسان ګډون ولري.

سرچينه وايي چې په پرونۍ ناسته کې د اجنډا پر عمومي موضوعاتو خبرې شوې خو ځانګړو موضوعاتو ته نه دي داخل شوي.

سرچينه زياتوي چې د حکومت له خوا به لومړۍ موضوع چې په اجنډا کې يې شاملول غواړي، اوربند وي چې کېداى شي طالبان هم له اوربند سره په دې شرط مخالفت ونه ښيي چې هغوى د خپلو بنديانو خوشي کېدل غواي.

سرچينه وايي، طالبانو ويلي که يې بنديان خوشي شي د دوو اوونيو لپاره اوربند کوي خو حکومت او خليلزاد اوږدمهال اوربند غواړي.

هغه وايي چې زلمى خليلزاد هم دلته په قطر کې دى او کېداى شي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ژر قطر ته راشي او د خليلزاد خبره هم دا ده چې وايي، اوربند بايد وشي، څو د دواړو لور ترمنځ اعتماد زيات شي.

سرچينه وايي، دواړو لورو ته اراده دا ده څو د اجنډا په اړه بحثونه ژر پاى ته ورسېږي او د طرزالعمل په څېر ډېر وخت ونه نيسي.

د دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې پرون د اجنډا په اړه دوى پر عمومياتو خبرې کړې دي.

د مرکچي پلاوي ياد غړي وويل چې نن بيا ناسته لري، دوى به وګوري چې د مقابل لوري د اجنډا په لېست کې څه دي، دوى پر خپل لېست کار کوي خو د افغان حکومت د اجنډا په لېست کې به لومړۍ موضوع اوربند وي.

د يادونې ده، پرون ماخوستن د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له سياسي مرستيال ملا برادر او د هغوی د مرکچي پلاوي له مشر شيخ عبدالحکيم سره په ليدنه کې د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له شاوخوا درېیو مياشتو بحثونو وروسته تېره اوونۍ په رسمي توګه د مقدمې په ګډون د سولې خبرو ٢١ماده ييز طرزالعمل نهايي او توافق پرې وشو.

د دې ترڅنګ تېره ورځ (د لېندۍ ١٥مه) د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو غړو د سولې خبرو د اجنډا جوړېدو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره کړه او پر دې بحث وشو چې په اجنډا کې کوم مهم موضوعات د بحث او توافق لپاره داخل کړي.

د يادونې ده، د روان کال د وږي په ٢٢مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ رسماً د سولې خبرې پيل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.