مزار شریف، کندهار (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۹) : د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوې، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د لیندۍ په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودیدونکي توکي د ښار د نهمې حوزې اړونده په ګلدانونو کې ځای پر خای شوي وو.
هغه زیاته کړې چې هلته درې چاودنې شوې، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.
د عادل په وینا، پولیسو په سیمه کې څلور نور ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د یو بل خبر له مخې نن تر ماښام وروسته د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو د چټک غبرګون قطعې پر موټر چاودنه شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ژوبل دي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن