ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار او کندهار په څلورو چاودنو کې څلورو کسانو  ته مرګ ژوبله اوښتې

د مزار او کندهار په څلورو چاودنو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Dec 2020 - 19:56
د مزار او کندهار په څلورو چاودنو کې څلورو کسانو  ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Dec 2020 - 19:56

مزار شریف، کندهار  (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۹) : د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوې، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د لیندۍ په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودیدونکي توکي د ښار د نهمې حوزې اړونده په ګلدانونو کې ځای پر خای شوي وو.

هغه زیاته کړې چې هلته درې چاودنې شوې، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.

د عادل په وینا، پولیسو په سیمه کې څلور نور ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د یو بل خبر له مخې نن تر ماښام وروسته د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو د چټک غبرګون قطعې پر موټر چاودنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.