ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي

په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
8 Dec 2020 - 15:43
په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
8 Dec 2020 - 15:43

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۳۰ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۸۳۶۳ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ۱۸مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۶۵۴ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۳۰ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۸۳۶۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۸۷ کسان په کابل، ۱۲ په هرات، ۱۴ په کندهار، ۱۰ په بلخ، ۹ په ننګرهار، ۱۸ په تخار، ۱۵ په پروان، دوه په نیمروز، یوه – یوه په بادغیس او زابل، ۱۲ په غزني، ۴ په میدان وردګ، ۹ په هلمند، ۸ په لغمان، ۳ په غور، ۱۳ په کاپیسا، ۸ په پنجشیر، او ۴ په اروزګان ولايت په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۴۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۸۰۳۳ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۶ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۱۹۰۸ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.