کابل (پژواک ۱۸ لیندۍ ۹۹): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې کندهار يې د افغانستان سیاسی زړه وباله، وایي چې د دې ولايت امنیت ته پاملرنه کېږي او د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د کندهار یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهارچنار ماڼۍ کې د یاد ولایت د عمومي وضعیت او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو مخکېني وزیر ګل اغا شېرزي او قومي مشرانو محمد عیسی خان اڅکزي او نعمت الله خان شېردلي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې کندهار ته د ولسمشر د همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، سویل لویدیځ زون په ځانګړي ډول کندهار ولایت ستاسې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني په دې ناسته کې کندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله، وې ویل، د کندهار امنیت ته پاملرنه کېږي او د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.
ده زياته کړه: ((تاسې باید د کندهار د وضعیت په اړه اجماع ولرئ، ځکه یووالی د افغانستان د بقا، سولې او پایښت اساسي شرط دی. تاسې باید داسې یوه جامع طرحه ترتیب کړئ چې د کندهار ټول ولسونه او اقشار پکې خپل ځان وویني او په راتلونکي کې تېرې ستونزې تکرار نه شي.))
د هغه په وينا، په نږدې راتلونکې کې به کندهار ته یو باصلاحیته پلاوی واستول شي، ترڅو د یاد ولایت له ولسونو سره وګوي، مشورې یې واخلي او په اړه به یې لازم تصمیمونه ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP