ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي

ولسمشر: د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي

author avatar
8 Dec 2020 - 19:22
ولسمشر: د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي
author avatar
8 Dec 2020 - 19:22

کابل (پژواک ۱۸ لیندۍ ۹۹): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې کندهار يې د افغانستان سیاسی زړه وباله، وایي چې د دې ولايت امنیت ته پاملرنه کېږي او د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د کندهار یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهارچنار ماڼۍ کې د یاد ولایت  د عمومي وضعیت او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو مخکېني وزیر ګل اغا شېرزي او قومي مشرانو  محمد عیسی خان اڅکزي او نعمت الله خان شېردلي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې کندهار ته د ولسمشر د همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، سویل لویدیځ زون په ځانګړي ډول کندهار ولایت ستاسې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني په دې ناسته کې  کندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله، وې ویل، د کندهار امنیت ته پاملرنه کېږي او د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.

ده زياته کړه: ((تاسې باید د کندهار د وضعیت په اړه اجماع ولرئ، ځکه یووالی د افغانستان د بقا، سولې او پایښت اساسي شرط دی. تاسې باید داسې یوه جامع طرحه ترتیب کړئ چې د کندهار ټول ولسونه او اقشار پکې خپل ځان وویني او په راتلونکي کې تېرې ستونزې تکرار نه شي.))

د هغه په وينا، په نږدې راتلونکې کې به کندهار ته یو باصلاحیته پلاوی واستول شي، ترڅو د یاد ولایت له ولسونو سره وګوي، مشورې یې واخلي او په اړه به یې لازم تصمیمونه ونیول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.