ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکايي رسنۍ: د هلمند وروستي هوايي برید کې د طالبانو او القاعدې مهم غړي وژل شوي

8 Dec 2020 - 11:11
8 Dec 2020 - 11:11

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٩): امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې په هلمند ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د القاعدې او طالبانو تر ٤٠ پورې مهو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا هوايي بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ١٣مه) د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې شوى و.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د امريکايي ځواکونو په دغه بريد کې يو شمېر ملکي وګړي او طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دغه کار د دوحې له تړونه سرغړونه بللې وه.

خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن سوني لګيټ پژواک ته ويلي وو چې دوى دغه بريد له افغان ځواکونو د دفاع په موخه ترسره کړى دى.

هغه زياته کړې وه چې یاد هوايي بريد د دوحې له تړون سره سم چې د اړتيا پر مهال به امريکا له افغان ځواکونو دفاع کوي، ترسره  شوى دى.

نوموړي زیاته کړې وه چې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي.

بلخوا ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې په نادعلي ولسوالۍ کې هوايي بريد د افغانستان له ملي امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دغه هوايي بريد کې د القاعدې د مهمو اتو غړو په ګډون ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د “لانګ وار جورنال” په نوم يوې امريکايي رسنۍ د استخباراتي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې په وژل شوو کې د عبدالله بلوچ په نوم د طالبانو له خوا د فراه ولايت لپاره ټاکل شوى والي هم و.

په دغه راپور کې راغلي چې د القاعدې غړى په ايران کې مېشت دي او کله ناکله له سرحد څخه اوړي او په افغانستان کې عمليات ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٥ مياشتو کې د القاعدې مهم غړي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي دي.

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک هغه مهال پژواک ته ويلي وو چې د نادعلي په بريد کې د يو شمېر قوماندانانو ترڅنګ اتلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې بلې سرچينې ويلي چې په دې پېښه کې د القاعده شبکې د غړو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو موټربم يې هم له منځه تللى دى.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version