کابل (پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۹): د ناټو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند ټینګار کړی دی، څو د افغان شخړې سیاسي هواري ته لاره هواره شي.
په بلجیم کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه د لیندۍ په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر طرز العمل د هوکړې او د ملي مصالحې شورا د مشرتابه غونډې هرکلی شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، دا اقدامات په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې لپاره چې د افغانانو مهمه غوښتنه ده، لاره هواروي.
ناټو له ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي پر کمولو چې بیا په هر اړخیز اوربند باندې تمام شي، کاروکړي، ځکه چې د افغانستان سوله د افغانانو او د ګاونډیانو په ګټه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، تر څلورو لسیزو جګړو او ځپل کېدو وروسته د افغان شخړې سیاسي هواري ته یوه هیله موندل شوې ده، خو د تاوتریخوالي زیاتېدل او د طالبانو له خواوروستي بریدونه چې د سولې پروسه يې تر ګواښ لاندې راوستې، باید پای ته ورسیږي.
د ناټو سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات یوې هر اړخیزې سولې ته لاره هواره او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د سرچینې په وینا، د سولې پروسه کې باید د ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقوق خوندي پاتې شي.
ناټو ویلي، د دې ډاډ هم ورکړل شوی چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.
دغه سازمان زياته کړې، دوی د افغانستان، افغانانو او د افغان امنیتي ځواکونو دوامدارې همکارۍ ته ژمن دي.
دوی پر افغان دولت او طالبانو غږ کړی چې د دوحې تړون او د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې په اړه خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ناټو د دې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې دوامداره اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده، طالبان هم باید د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کېږدي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP