ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوه داعشیان او دوه انسان تښتوونکي نيول شوي

ننګرهار کې دوه داعشیان او دوه انسان تښتوونکي نيول شوي

author avatar
9 Dec 2020 - 10:54
ننګرهار کې دوه داعشیان او دوه انسان تښتوونکي نيول شوي
author avatar
9 Dec 2020 - 10:54

جلال اباد (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د داعش دوه غړي او دوه انسان تښتوونکي نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په خیالي کلا سیمه کې د عملیاتو پر مهال د داعش د رهبري غړی او د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی اظهارالدین مشهور په خاکسار له یو بل شکمن کس سره یو ځای ژوندی نیولی دی .

سرچينې زياته کړې چې په یادو عملیاتو کې ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

د يو بل خبر له مخې، د امنیې قوماندانۍ پولیسو د مسعود او خیرالله په نومونو دوه انسان تښتوونکي د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې او سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په سیمو کې د بېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي .

خوږياڼى وايي، دوى د کورنیو چارو وزارت اړوند د نېک محمد او د ننګرهار مستوفیت د حاجي انور په نوم کارکوونکي تېر کال تښتولي وو چې پر خپلو دغو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .

د نوموړي په وينا، نیول شوي کسان د قانوني کړنو په موخه رسماٌ څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول .

بلخوا د ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې له یو پټنځایه د ځانمرګي بریدونو په موخه چمتو شوي دوه واسکټونه، ثانیه سوز لین او نور توکي ترلاسه شوي دي.

د ولايت مقام په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ په ګوشتې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې سلګونه کیلوګرامه چرس او تریاک کشف او ترلاسه کړي دي .

سرچينې زياته کړې، یاد نشه یې توکې په ډېر مهارت سره په څو ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو چې د پلټنو پر مهال ترلاسه شول .

دغه راز د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنيت موظفينو له لوري پنځه ماينونه کشف او له کاره و ايستل شول.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.